ظاهر قدیر په حکومت، او امریکایانو توندې نیوکې وکړې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳ فرید افغان)

په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي ظاهر قدير نن ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مشرقي شورا له لوري د ختيځو ولایتونو د ستونزو د حل په موخه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د امریکا په نوې پالیسۍ او د حکومت په بې غورۍ نیوکې وکړې.
نوموړي وویل چې د امریکا نوې ستراتیژي د جګړې د تداوم په معنا ده، او په وینا یې چې دا چاره به د ملکي مرګ ژوبلې زیاتوالي ته زمینه برابره کړي.
د غونډې ګډونوال چې شمیر یې زرګونو ته رسیده ولایتي اداره یې د اداري فساد په ګډون په ګڼو ستونزو تورنه کړه، ویناوالو د ړندو بمباریو، او د بریښنا د ستونزو په ګډون یو شمیر ستونزې وښوودلې چې په خبره یې مرکزي حکومت ورسره د مور او میرې سلوک کوي او هیڅ غم یې ندی کړی.

قدیر وویل موږ د امریکایانو د ړندو بمباریو مخالف یو او د ټرمپ تګلاره د ړندو جګړېزو عملیاتو د تداوم په معنا ده.
قدیر په اشرف غني هم نیوکه وکړه او هغه یې په کارونو کې بې کفایته او خپلو وعدو ته په نه ژمنتیا یې تورن کړ ‹‹زه چې د اشرف غني د کمپاین رییس وم، په قواره یې عاشق نه وم او نه دومره ښایسته ځواني لري ؛خو په منشور یې ورسره ملاتړی وم چې عملي یې نه کړ.››

قدیر زیاته کړه چې د ارګ لخوا سلګونه فسبوک پاڼې د تبلیغاتو لپاره ګمارل شوې ترڅو د غني هر کار مثبت معرفي کړي او دهغه مخالفین وښکنځي ‹‹ولسمشر غني 1000 تنه د فېسبوک لپاره نیولي چې هر یوه ته یې دوه دوه سوه امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالر معاشونه ورکوي او دغه کسان یې په بدل کې له اشرف غني ننګه کوي››
ظاهر قدير حزب اسلامي ته په اشارې سره وویل چې ځینې ګوندونه په لوی لاس قومي او ژبني تعصب ته لمن وهي او باید له دې کاره لاس واخلي.
نوموړي له ټولو سياسي ګوندونو وغوښتل چې تعصب ته لمن وهل دې پرېږدي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button