سناتور مکین په مصر غږ وکړ چې ۲۰ امریکایان خوشې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): امريکايي سناتور او د وسله والو خدماتو د کمېسيون مشر جان مکين وايي، په مصر کې لږترلږه ۲۰ امريکايان بنديان دي او غوښتنه يې وکړه چې دغه بنديان دې ژرترژره خوشې شي.
مکين وړمه ورځ د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يوه استولي ليک کې له هغه غوښتنه کړې، چې په مصري چارواکو فشار راوړي ترڅو دغه امريکايان خوشې کړي.
نوموړي په دغه ليک کې د امريکا له خوا مصر ته د ۹۶ مليون ډالره مرستې د ځنډولو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې ټرمپ دې مصر ته د بهرنيو مرستو اجازه ورکړي او د هېواد د مالي مسرتو د پروګرام مخنيوی دې وکړي.
مکين په خپله رسمي ويب پاڼه کې ويلي، چې متحده ايالاتونه بايد دغه شل امريکايي بنديان د احمدحقاني او مصطفی قاسم په ګډون پرته له کومې معاوضې له مصر څخه راخوشې کړي.
نوموړي دواړه امريکايان د مصر د مظاهرو په منځ کې د هغه هېواد د پوليسو له لوري نيول شوي و.
د تېرې سې شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو مصر ته د ۹۵،۷ ميليون ډالرو د ورکولو اعلان وکړ.



