روسيه: سيند ته د بس موټر لوېدو پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): په روسيه کې د يوه خصوصي شرکت د سوارلۍ بس موټر سيند ته لوېدلی، چې له امله يې ۱۸ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

دغه پېښه د کريميا ټاپووزمې ته نږدې د کرانسودار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ورکړل شويو راپورونو پر اساس، په پېښه کې د تيلو د دغه شرکت له ۲۵ زيات کارکوونکي سخت ټپيان شوي، چې د تداوۍ په موخه روغتونونو ته رسول شوي، خو د يو شمير ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، دغه پېښه د بس موټر د بريکونو د شلېدو له کبله رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button