د یمن ساحل ته نږدې د متحده ایالاتو چورلکه نسکوره شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قومندانۍ نن په يوه اعلاميه کې وويل، چې د دوی اړوند يوه نظامي بلک هالک چورلکې د يمن ساحل کې د روزنې په دوران کې ټکر کړی او نسکوره شوې ده.

په اعلاميه کې دا نه دي ویل شوي، چې په ياده چورلکه کې څو تنو سفر درلود، خو زياتوي چې تر دې دمه د چورلکې د سپرلۍ پنځه تنه ژغورل شوي او د پلټنې عمليات دوام لري.

د دغه چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې د وژل شويو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې تراوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه يې د دوی څېړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button