افغانستان کې د امريکا د هوايي بريدونو شمير دوه برابره زيات شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): د راپورونو له مخې، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د امریکا د هوايي بريدونو شمېره دوه برابره زياته شوې ده.

رويټرز خبري اژانس ويلي، چې د تير کال په دولس مياشتو کې يواځې ۱۰۴۷ هوايي بريدونه شوي و او دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي ځواکونو د روان ميلادي کال له پيل راهيسې تر دې دمه ۲۲۴۴ هوايي بريدونه کړي دی.

په راپور کې راغلي، له کله نه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدلی ورسره په افغانستان کې د هوايي بريدونه شميره هم زياته شوې ده.

د سرچينې په وينا، اوس مهال په باګرام هوايي ډګر کې امريکايي پيلوټان پر وسله والو طالبانو د چټکو او ډيرو بريدونو لپاره اماده کوي او داسې اټکل کېږي چې د امريکا د نوې ستراتيژۍ سره دغه بريدونه نور هم ډیر شي.

ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د ستراتيژۍ د اعلان پر وخت وويل، چې په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو صلاحيتونه ډير کړي او پر هغوی لګېدلي بنديزونه به راکم کړي.

ځينې امريکايي چارواکو ويلي، چې د افغانستان د نوې ستراتيژۍ يو اساسي هدف له وسله والو طالبانو د زياتو سيمو بيرته نيول دي.

په عين حال کې افغانستان ته د بلک واټر شخصي کمپنۍ د عسکرو د رالېږلو خبره هم کېږي، ويل کېږی چې د بلک واټر ته د افغانستان د جګړې پر وسپارلو کار روان دی.

تر دې وړاندې د دغه کمپنۍ مشر ويلي و، چې د ټرمپ ادارې ته يې د افغان جګړې د ورسپارلو په اړه خپله وړانديز کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button