احمد ولي هوتک له خپل روسي سياله ماتې وخوړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): د افغانستان د سوک وهنې اتل احمدولي هوتک د فري فايټ په لوبو کې له خپل روسي سيال نيس کرکوف څخه ماتې وخوړه.
دغه سيالۍ تېره ورځ په تاجکستان کې د هوتک او د هغه د روسي سيال تر منځ په يوه بند قفس کې ترسره شوې.
د دغې سيالۍ نندارې ته د افغانانو په ګډون سلګونه کسان راغلي و.
افغان اتل احمدولي هوتک له دې وړاندې پنځه فري فايټ سيالۍ کړي، چې ټولې يې ګټلي دي.
دا لومړی ځل دی، چې نوموړی له خپل روسي سيال کرکوف څخه ماتې خوري.
تېر کال احمد ولي هوتک او د يو بل روسي سوک وهونکي کازاچينکو تر منځ سيالي وشوه، چې په هغه سيالۍ کې هوتک خپل سيال ته ماتې ورکړې وه.



