(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره ورځ د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې کابل او اسلام آباد د یو ګډکاري ټیم پر جوړولو سلا شوي، تر څو د وسلوالو پرضد په دواړو هیوادونو کې په هماهنګي سره عملیات وکړي
د پوځ خبرپاڼه زیاتوي چې دا خبرې اترې پرون د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د څلورو هېوادونو(چین، افغانستان، پاکستان اوتاجکستان) د پوځي مشرانو لخوا د یوې څلور اړخیزې غونډې په څنډه کې، د یوې غیر رسمي لیدنې پر مهال شوې دي.
په غونډه کې دافغانستان په استازي توب جنرال شریف یفتلي او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو خبرې شوې دي.
دخبرپاڼې په استناد ، ګډه کاري ډله به ددواړو هېوادونو ترمنځ د اندیښنو لرې کولو لپاره په پوځي او حکومتي کچه ګډ کار او وړاندیزونه کوي.
باید وویل شي چې د ګډحکومت تر راتګ وروسته د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارو د معلوماتو د شریک کولو یو تړون هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې دواړه لوري د وسلوالو ډلو په اړه ټول معلومات سره تبادله کوي .
څو میاشتې وړاندې هم د امریکایي ځواکونو په مشرۍ د دواړو هیوادونو پوځي چارواکو د پولې په اوګدو کې د مشترکو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.
د شنونکو په باور افغان او پاکستاني چارواکي د پردې تر شا له پخوا څخه یو موټی او متحد دي، خو د رسنیو پر وړاندې په خپلمنځي خصمانه چلند ټینګار کوي، تر څو ملتونه وغولوي او پدې ترتیب سره د وسلوالو پرضد لا خپل تحرکات ډیر کړي


















