(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
ټایمز ورځپاڼه لیکي په امریکا کې له ولسمشر پرته د دې هیواد قرادادي جګړه مارې کمپنۍ د ولسمشر په څیر د پریکړو یو ډول واک لري .
ورځپاڼه ليکي، په امریکا کې له ولسمشر نه یو بل قدرتمند ځواک هم موجود دی چې هغه پوځي صنعتي کمپلکس یا د وسلو جوړونې کمپنۍ او قراردادیان دي چې د داعش ډلې او افغانستان ته د امریکايي اضافي پوځیانو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د پلانونو تمویلوونکي دي.
ټایمز زیاتوي : “لکه څرنګه چې په افغانستان وسلوال مقاومت شته، د امریکایانو او نورو خارجي هیوادونو پرضد پراخه مبارزه روانه ده، دا ډول په اروپا _امریکا کې هم شته، چې هلته پر خلکو موټر ور خېژوي او ورته نور پراخ بریدونه کوي
د ټایمز په وینا؛ دا باید له ځان نه وپوښتو چې آیا دې ۱۶ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې امریکا او د امریکا متحدین خوندي کړي؟ غلط نه شئ، دا ټول د پوځي صنعتي کمپلکس لپاره د رژیمونو د بدلولو هڅې دي.
ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان او سوریه کې د امریکا د پراخ ښکیلتوب یواځنۍ مشترکه نقطه ایران ته نږدېتوب دی او بس، ځکه امریکا غواړي ایران له نږدې څخه په نښه کړي .
د يادې ورځپاڼې په باور؛ ښایي امریکا افغانستان ته د پوځیانو په استولو سره نور د خپلو متحدو لویدیځوالو مخالفتونه هم راوپاروي، چې ښه بیلګه یې په سوریه او لیبیا کې د رژیم د بدلولو په هدف د متحده ایالاتو د مداخلې هڅه وه چې له امله یې د جهادیانو مخه اروپا ته واوښته او اوس یې روزانه دابیه اروپایان پریکوي.
ورځپاڼه وایي امریکا دې هسې خپل ځواکونه د مرګ کندې ته نه ورلیږي او که رښتیا جګړه ګټي نو له سعودي سره دې اړیکې قطع کړي ځکه په وینا یې تر ټولو زیات بریدګر د همدې هیواد اتباع و.
ورځپاڼې په پای کې لیکلي؛ امریکا د شخړې دغه تور غار ته د خپلو سرتېرو په استولو هسې خپل وخت ضایع کوي.”

















