رالیږونکی : خواجه خوستي
الاضحیه په لغة کې ما یذبح فی یوم الاضحی
په شریعت او اصطلاح کې: عبارة عن ذبح حیوان مخصوص فی وقت مخصوص فی یوم مخصوص وهو یوم الاضحی
دوجوب دقربانی سبب: ورځې داختر او مالداري ده
دقربانی فضائل
نبي علیه السلام خپلې لورفاطمه رضی الله عنها ته فرمایي (قومي فاشهدی اضحیتک فانه یغفر لک باول قطرة من دمها کل ذنب) پاڅه خپلې اضحیه ( قربانی) ته حاضره شه ځکه چې دقربانی په اولې قطرې دوینو سره ټول ګناهونه درته معاف کیږي. تر ټولو لوی فضیلت یې دادی چه په سورة کوثر کې یې دلمانځه سره یو ځای ذکر راغلی دی الله تعالی فرمایي ( انا اعطینک الکوثر فصل لربک وانحر ان شانئک هو الابتر) ترجمه : بیشکه موږ تاته کوثر درکړی دی نو دخپل رب لپاره لمونځ کوه او قرباني کوه
په دې سورة کې کوثر دانعام په طور ذکر شوی دی نو ددې نعمت شکریه یې همدا دوه څیزونه یاد کړي دي چې یو لمونځ او بل قرباني کول دي
دقربانی مسائل
په چا باندې قرباني واجب ده؟
دوجوب لپاره یې څلور شرائط دي ۱. حریت ۲. اسلام ۳. اقامت
۴. مالداري یعنی دنصاب مالک کیدل
دقربانی حیوان لپاره څومره عمر شرط دی؟
نو تفصیل دادی چه په میږو او وزو کې دیو کال تیریدل او په دویم کې داخلیدل شرط دي البته که یو پسه و دومره څرب و چې دلرې نه ورته ګورې دیوکال دپسه سره یې معلومول مشکل وي بیا قرباني په داسې پسه هم جایزه ده
په غواګانو کې دې دوو کالو تیریدل او په دریم کې داخلیدل ضروري دي
په اوښانو کې دپنځو کالو تیریدل او په شپږم کې داخلیدل لازم دي
په میږه او بیزه باندې یو عید کیږي کیږي او په غواګانو مېښو اوښانو باندې اووه عیده کیږي ددې نه زیات په شریعت کی نه دي نقل شوي البته ددې نه کم چې څومره وي اګر که یو عید وي هم جائز دی
نور بیا…….

















