په تلعفر ښار باندې د عراقي ځواکونو او ائتلافي الوتکو یرغلونه

 

نړیوال ائتلاف د تلعفر ښار په العیاضیة سیمه کې د اسلامي تنظیم دولت (داعش) په ورستیو پاتو پټنځایونو هوایی بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې عراقي ځواکونه هڅه کوي څو د سیمې نه ګردچاپیره پرمختګ وکړي، وروسته له هغې چې د جګړې د پیل کیدو یوه اونۍ تیریږي د اسلامي تنظیم دولت (داعش) د ۲۸۸ سرتیرو د وژلو کیدو اعلان شوی دی.

عراقي سرچینو وویل چې د تلعفر ښار شمال ختیځ ته په العیاضیة سیمه کې ائتلافي الوتکو د اسلامي تنظیم (داعش) پر مورچلو هوایی بریدونه وکړل، ویل کیږی چې هوایی بریدونه بې شمیره وو او د اسلامي تنظیم (داعش) له مرکزونو یې تورې لوخړې پورته کړي، له بل اړخ نه عراقي ځواکونه هڅه کوي څو د العیاضیة سیمې ګردچاپیره سیمې او کلي تر خپلې ولکې لاندې راولي.

له بل پلو نه د (مونږ در روان یو تلعفره) د عملیاتو قومندان عبدالأمیر یارالله نن دوشنبه یوه وینا وکړه چې پکې یې له یوې اونۍ راهیسې د عراقي ځواکونو او ولسي پاڅون ملیشو ځواکونو د جګړې د پیل کیدو راهیسې د تلعفر په قضاء سیمه کې یې د داعش نه ۲۷۰ افراد ۱۰ سنوکران او ۸ انتحاریان وژلي دی، او ۹ موټر بمونه یې ویجاړ کړي ، ۶ له بمونو ډک کورونه یې نړولي ، ۱۲۵ خښ کړای شوي بمونه یې ناکاره کړي، ۱۴ موټرسایکلونه یې ویجاړ کړي ۱۵ دفاعي مورچلې او ۹ سمڅې یې له مینځه وړي دی، او یو شمیر وسلې او د اړیکو ټینګولو سامان آلات یې نیولي دي.

په یوه اعلامیه کې یې اشاره کړې ده چې ۱۷ کلي یې نیولي چې پکې حکومتي او روغتیایی تعمیرات هم شامل دي، نږدې ۹۰ کیلو متره ځمکه یې د دښمن له لاسونو ویستلې ده ، دغه عملیات د روان کال د اګست له ۲۰مې نه پیل شوی دی او تر اوسه جریان لري آن چې د قضاءتلعفر په ختیځ لوري کې دغه جګړه تر بیګاه هم روانه وه.

عراقي ځواکونو پرون د تلعفر ښار مرکز باندې خپله ولکه ټینګه کړه، او په تعقیب یې العیاضیة سیمې ته حرکت وکړ، چې په هغه ځای کی د اسلامي تنظیم (داعش) هغه افراد پټ شوی وو چې له نور ځایونو څخه یې دغه ځای ته تښتیدلي او پناه وړې وه، عراقي فوځیانو نن ورځ د تلعفر په بیرته نیولو خوښی څرګنده کړه او د اسلامي تنظیم (داعش) مشران یې د ښار په مینځ کې له خپلو پټنځایونو راویستل انځورونه یې ورڅخه اخیستل او د داعش وسله والو سرتیرو پورې یې ملنډې ووهلې.

حکومتی وروستني احصائیات ښئی چې له تیر اپریل نه نږدې څلویښت زره کسان له تلعفر نه کډه کیدو ته مجبور کړای شوی دی او د ملګرو ملتونو د پنا وړونکو کمیټې د تلعفر او څیرمه سیمو نه د راغلو د استقبال لپاره د نینوی په ولایت کې د پناه وړونکو یو نوی کمپ جوړ کړی دی.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button