جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبانو د کابل د نن ورځې په برید کې د ۱۵ افغان عسکرو وژل منلي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 29, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
10
ځلې شریک شوی
120
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۷ فرید افغان)

نن ورځ شاوخوا ۱۰ بجې د کابل په نهمه حوزه کې د کابل بانک سره نږدې د حسیب الله په نامه یوه سرتیري بریدګر په راټولو شویو عساکرو چې د خپلې تنخوا د اخیستو په موخه راغلي ؤ، خپل تړلي چاودیدونکي توکي والوزول.

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، چې په برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
عیني شاهدان وایي په سیمه کې له دولتي ځواکونو پرته هیڅوک هم نه و.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې د ۱۵ عسکرو د وژنې او لسګونو د ټپي کیدلو خبر ورکړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: “دکابل بانک په هغه نظامي برخه فدايي برید وشو چې دکابل ادارې د عسکرود معاشاتو لپاره ځانګړی شوي او خورا ټينک امنیت يې ساتل کیږي“
طالبانو د سرتیري برید ګر نوم حسیب الله لغمانی ښودلی او د هغه انځور یې هم نشر کړی دی.
طالبانو ویلي چې پدې ډول بریدونو سره نړیوالو، او افغان دولت ته ورښیي چې له دوی سره ولاړ ملت په هیڅ ډول د بهرنیانو شتون ته اماده نه ندي “ په دومره مصئون ځای کې استشهادي برید کول د اسلامي امارت د مجاهدینو هغه عزم څرګندوي چې د اشغالګرو امریکایانو د نوي جنګ غوښتونکي استراتيژۍ په وړاندې يې لري“
باید وویل شي چې دولتي چارواکو نن یو تن عام وګړی چې غټه ګیره یې درلوده پدې جرم چې ګواکې د بریدګر سره یې سیمې ته په رسیدو کې مرسته کړې رسنیو ته وښوده خلک وایي یاد تن د سیمې عادي اوسیدونکی ؤ.
په همدې مهال د یوه پوهنتون له داخل څخه هم څو تنه محصلین د ملي امنیت ادارې د طالب بریدګرو په تور نیولي.
د پوهنتون ملګرو یې رسنیو ته ویلي؛ نوموړو محصلینو له نورو سره په توپیر کې په مخ ږیرې درلودې او عادي یې جامې په تن وې چې د کابل ملي امنیت ادارې په دې شک چې ګواکې د وسلوالو طالبانو کسان دي توقیف کړي دي.
طالبانو ګواښ کړی چې په بهرنیانو او افغان عسکرو به بریدونه لا زیات کړي او په هر څومره خوندي ځای کې به یې په نښه کړي
“دا برید به وروستی برید نه وي؛ بلکې ان شاءالله په بهرنیو اشغالګرو اود هغو د غلامانو په خورا حساسو او مهم ځایونو کې به له دې څخه په مراتب کلک او لار ورکونکي بریدونه ترسره شي“
د طالبانو اعلامیه لیکي وروسته له هغه چې امریکا د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي د جنګ په تداوم را وڅرخوله او افغان حکومت یې هم هرکلی وکړ، ډلې ډلې ځوانان جذب شول ترڅو د هغوی پرضد خپله اسلامي او جهادي دنده ترسره کاندي
“ امریکایانو د جنګ غوښتنې استراتيژۍ له اعلان وروسته سلګونه استشهادي مجاهدینو ته د اهدافو د تشخیص او د بهرني تیرګر او کورني مزدور دښمن د مهمو هستو د په نښه کیدو دنده ورکړل شوي ده“

مخکینې مطلب

هغه وختی دی ولاړئ،چه دپلارکَرَه به ولاړئ...!

بل مطلب

افغان حکومت: د هرات په شنډنډ کې هوایي بمبارۍ دوی کړې.

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com