(کابل ټکی کام۱۳۹۶ وږی۸ فرید افغان)
تیره ورځ د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې هوایي برید شاوخوا ۳۵ تنه ولسي وګړي ووژل چې تر ډیره ښځې ماشومان ؤ.
د دفاع وزارت د یادې بمبارۍ پړه منلې او ویلي یې دي چې برید یې د وسلوالو مخالفینو په یو زندان کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په وینا مستند رپوټونه شته چې په دې حمله کې “۱۸د دښمن جنگیالي” وژل شوي دي.
جنرال وزیري ویلي چې چیرته چې بمبارد شوی هلته د طالبانو یو فعال زندان ؤ، او په وینا یې هیڅ ملکي وګړي هلته شتون نه درلود، د ده په خبره؛ زندان په نښه شوی ځینې بندي افغان عسکر هم په تیښته بریالي شوي دي.
بلخوا هرات ولایت ځایي چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې ١۴ ښځې او دوه ماشومان شامل دي. دوی دا هم وایي چې په دې هوایي برید شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.
دولت وزیري ندي ویلي چې په زندان کې ښځو، ماشومانو څه کول چې د وژل شویو ډیری برخه هم دوی دي.
وزیري د ملکي وګړو وژل کیدل نه تائیدوي خو په وینا یې چې سیمې ته یې د څیړنو لپاره پلاوی استولی دی.
باید وویل شي چې دا لمړی ځل ندی چې افغان حکومت د امریکایي جرایمو د پټیدو هڅه کوي بلکه ترې وړاندې یې هم په ځلونو ورته هڅې کړې دي.
د شنونکو په باور ګډحکومت ځکه دا چاره کوي چې د امریکا سره د شوي تړون تر مخه امریکایان قضایي مصؤنیت لري او دوی یې د جرایمو د غندنې واک نلري نو مجبور دي ترڅو د هغوی کړي جنایات هم په ځان پسې حساب کړي .
سره له دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د هرات د برید اړوند د ملکي قربانیانو انځورونه هم خپاره شول خو دولت وزیري بیا ټول وژل شوي وسلوال مخالفین بللي


















