(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۸ فرید افغان)
نن ورځ شاوخوا لس بجې وړاندې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد په لومړۍ حوزه کې د ننګرهار د خلکو پر استازي ظاهر قدیر په کور سرتیری برید وشو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼي د پیښې په تائید سره ویلي چې لمړی برید ګرو دوه ساتونکي په مخامخ ډزو ووژل او وروسته یې ځانته چاودنه ورکړې.
خوګیاني ویلي دي چې برید د دوو بریدکونکو لخوا ترسره شوی چې یوه یې ځانته چاودنه ورکړې او بل یې د ظاهر قدیر د ساتونکو لخوا وژل شوی دی.
باید وویل شي چې دا لمړني معلومات دي ښایي وروسته د تلفاتو ارقام تغیر وکړي
تر اوسه د برید مسوؤلیت کومې وسلوالې ډلې ندی منلی، خو ظاهر قدیر په سیمه کې د داعشي ملیشو پرضد وسلوال لري او د یادې ډلې له سرسختو مخالفینو څخه شمیرل کیږي
ګنګوسې دا دي چې یاد برید دې هم دې ډلې کړی وي، خو دې ډلې تر اوسه رسما څه ندي ویلي


















