جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د قربانۍ په اختر کې د نوې ستراتیژۍ قربانیان!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 30, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
10
ځلې شریک شوی
125
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه 

لوی اختر را ورسېد. د نړۍ مسلمانان له عرفې وروسته د قربانۍ آمادګي نیسي؛ خو د امریکا لخوا افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په نوې ستراتیژي کې افغانان له عرفې او د لوی اختر له لمانځه دمخه قربانی شول. هغه څوک چې د اسلام په مقدس دین مشرف شوي وي، ټولې ورځې یې د خوشحالۍ وي، خو مسلمانانو ته د کمکي او لوی اختر ورځې تر نورو ورځو زیاتې د خوشحالۍ ورځې دي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

 د لوی یا د قربانۍ د اختر ورځ رانږدی شوه. په دواړو اخترونو کې د خپل یووالي لپاره مسلمانان په خوښیو سره راټولېږي. د اختر د قربانۍ لپاره چې د چا توان وي څآروي اخلي او ابراهیمي سنت تازه کوي، د خپلو شتو په لګښتونو قرباني کوي.

په افغانستان کې چې دمخه بشپړامن و، په هرکور او کلي کې بشپړې خوشحالۍ وي. اوس په هر کور کې غم دی، له هره کوره جنازې پورته شوې دي، د اختر د خوشحالیو پر ځای افغانان د غم پر ټغرناست دي. دا دی د جګړې درېم پړاو یانې د امریکا د یرغل را وروسته د نړۍ مسلمانان د څارويو په رانیولواختر کوي، خو د افغانو هر لوی اختر د سرونو د قربانۍ اختر وي.

په روان کال کې امریکایي هوایی ځواکونو پر افغان ولس تر ۱۷۰۰ زیات بریدونه کړي دي. افغان ځواکونو هم د افغان ولس په کورونو اوبانډو په یوه او بله پلمه عملیات ترسره کړي دي. بې ګناه ماشومان، عمر خوړلي سپین ږیري او ښځې یې شهیدانې کړې دي. هغه څوک چې ځان ته مسلمان وايي، هغه هیڅ وخت بې ګناه انسانان او خپل بې دفاع ولسي وګړي نه وژني.

د نړۍ مسلمانان د عرفې په ورځ د نبوي احادیثو او الهي لارښوونو له مخې د الله بندګانو ته د الهي رحمتونو د پرېمانیو د زیاتوالي او هوسا ژوند غوښته کوي. د تېرو کلونو په څېر د عرفې او قربانۍ د اختر د ورځې په مناسبت مسلمانان د عالمیانو د پروردګار څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړی. په عرفه او لوی اختر کې مسلمانان له الهي مهربانۍ څخه په ګټه پورته کولو، په خپلو کې د یووالي غوښتنه کوي. خپل  پروردګار ته سرونه پرسجده ږدي. د اسلام د مبین دین چې تر ټولو ادیانو غوره دین دی، د دواړو اخترونو په لمانځنو یو له بل سره خوشحالۍ کوي، یو بل ته د لوی (قربانۍ د اختر) مبارکۍ ورکوي؛ خو هغه افغانان چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ سره په لومړي ځل په هرات کې قرباني (شهیدان) شول، د هغوی کورنۍ د خپلو قربانیانو په غم د ویر او ماتم په ټغر ناست دي. د لوی اختر له قربانۍ په هرات کې د نوې ستراتیژۍ قرباني ړومبۍ شوه.

د لوګرولایت د دښت باري سیمې د یوې کورنۍ ۲۸غړي هم د امریکا د نوې ستراتیژي قرباني شول. زیات شمېر ښځې او ماشومان د لوی اختر له څارویو دمخه د نوې ستراتیژۍ قرباني شول. افسوس د افغان ولس په بې وسۍ او افسوس د موجوده حکومت په بې کفایتۍ.

د امریکا نوې ستراتیژۍ ته خو حکومتي بې ضمیره چارواکي ونڅېدل. د نوې ستراتیژۍ پیل خو له هرات او ورپسې له لوګره وشو. حکومتي چارواکو ته هم د نوې ستراتیژۍ پیل څرګند شو. د امریکا نوې ستراتیژي د مسمانانو او په ځانګړې توګه د افغانانو وژل ثابت شول. حال دا چې د افغانانو د مبارک دین فلسفه په خپلو کې یو بل سره مینه او محبت، په ورورۍ سره بلنه، یو بل سره په مینه او اخلاص مرسته ده؛ نه د هرات او لوګر د بې دفاع مسلمانانو وژل. د اسلام په مقدس دين کې د يوه مومن وژل د ځمکې پر مخ  د ټول انسانیت وژل دي.

د لوی اختر قربانیو ته چې د هرات ولایت د زېرکوه ولسوالۍ او لوګر بې ګناه ولسي وګړي خوشحالېدل، هغه له عرفې دمخه د نوې ستراتیژۍ قربانيان شول. دا په هرات او لوګر کې د نوې ستراتیژۍ لومړي هوايي بریدونه دی. دا چې تر دې وروسته د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د څومره شمېر افغانانو شهادت په نظر کې نیول شوی دی، دا به  د ټرمپ هغه یارانو اومشاورینو ته څرګنده وي چې په کمپ ډیويډ کې یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړه.

د نړۍ مسلمانان له عرفې وروسته د لوی اختر د قربانیو تیاری نیسي او ابراهیمې سنت ژوندي کوي. د دې سنتو د ژوندي کولو ثوابونه د الله په بې پایانه دربار کې بې پایانه دي، خو د هرات او لوګر ولایاتو د نوې ستراتیژۍ قربانیانو – چې د امریکا دهوايي پوځ لخوا شهیدان شول- مقام تر هر چا لوړ شو؛ خو د قربانیانو د کورنیو تر څنګ ټول افغان ولس په لوی اختر کې د غم په ټغرکښېناسته.

مخکینې مطلب

د طالبانو مشر: د سولې په مخ کې تر ټولو لوی خنډ اشغال دی

بل مطلب

غني هم غل وخوت!/ محمد دُرانی

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com