اشرف غني د بهرنیانو پر ضد جنګیالي طالبان د شیطان د مدرسې شاګردان بللي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۰ فرید افغان)
افغان ولسمشر په اختریز پیغام کې یوځل بیا په طالبانو توندې نیوکې کړې او د دیني مدرسو څخه راوتلي طالبان یې چې د امریکایانو په مقابل کې په مبارزه بوخت دي شیطاني شاګردان بللي
اشرف غني ویلي څوک چې د نړیوالو قوتونو او د هغوی تر قوماندې لاندې افغان عسکرو پرضد جګړه کوي د اوسنۍ زمانې خوارج دي او هغوی د خدای او پېغامبر سره په جګړه اخته خلک دي.
د غني په وینا د خارجي روزونکو له برکته مو دفاعي او امنيتي ځواکونه ورځ په ورځ پياوړې کېږي او له نړۍ سره د افغانستان روابط په يوه غوره حالت کې دي.
نوموړي د داعش لخوا د شیعه ګانو په مسجدونو حملې غندلې او له سياسي مشرانو او علماوو یې غوښتنه کړې چې پر مسجدونو، تکيه خانو بريدونه په پرېکنده ډول محکوم کړي.
نوموړي دتیر په څیر یوځل بیا ویلي چې د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره هرې قربانۍ ته تیار دی او د هرې هغې وسلوالې ډلې مخه به ونیسي چې نړیوال امنیت ته ګواښ پیښوي، خو غني ونه ویل چې د افغانستان امنیت ورته څومره اولویت لري او آیا دسولې لپاره هم کوم نوی میکانیزم لري کنه.
نوموړي وویل چې خوښ دی نجونې او هلکان ورځ تر بلې ترقي کوي او په حکومتي بنسټونو کې یې د کارکولو هوډ کړی دی.
باید وویل شي چې تیره ورځ طالب مشر هم په خپل اختریز پیغام کې کې د خپلې جګړې دوام د امریکایي اشغال تر شتون پورې مشروط بللی و، او افغان عسکرو ته یې د تیر په څیر یوځل بیا لارښونه کړې وه چې د امریکایانو له دفاع څخه دې لاس واخلي کنه دوی به یې د یرغلګرو د مدافع ځواک په حیث وبولي.
دا لمړی ځل ندی چې د ګډحکومت مشر اشرف غني د طالبانو پر وړاندې خپل توند دریځ خپلوي بلکه تر وړاندې یې هم په ډول ډول نومونو نومولي دي.
شنونکي د غني او طالب مشر د پیغامونو پرتلې ته په کتو سره ویلي چې د دواړو لوریو تفاوت تر دې حده دی چې طالب لوری د بهرنیانو په خروج سره په سولییز تفاهم ټینګار کړی او د حکومت مشر د بهرنیانو په شتون کې د لا جګړیز ځواک په پنځولو تاکید کوي


