یوناما: د هرات او لوګر په وروستیو بمباریو کې ۲۸ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۰ فرید افغان)

یوناما د لوګر او هرات په درنو بمباریو کې چې لسګونه کسان پکې ووژل شول د ملکیانو وژل منلي خو د معمول خلاف یې د یادو بریدونو هیڅ غندنه نده کړې .
د دې ادارې لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هرات په شنډنډ کې هوایي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ولسي وګړي وژلي، همداراز د یاد ادارې د معلوماتو پر بنسټ په لوګر کې بیا یو کلی په نښه شوی چې ۱۳ تنه عام خلک پکې وژل شوي دي.
یوناما ویلي په یادو دواړو حملو کې شاوخوا ۱۶ تنه ښځې او ماشومان هم مرګوني ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د دواړو بریدونو هدف وسلوال طالبان و چې کومه مرګ ژوبله هم نلري، یوناما ندي ویلي چې د ملکي مرګ ژوبلې سره سره ولې دا حملې د غندلو وړ ندي.
عیني شاهدانو ویلي چې په لوګر کې هغه مهال چې وسلوالو طالبانو امریکایي چورلکه وویشته دوی یې په غچ کې د بل څنګلوري کلي کورونه بمبار کړل چې په نتیجه کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.
باید وویل شي چې د هرات د پیښې مسؤلیت د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري منلی و او ټول وژل شوي ښځې ماشومان یې وسلوال طالبان بللي و، خو د یوناما په راپور کې بیا دواړه بمبارۍ د امریکایي ځواکونو لخوا بللې دي.
د امریکایانو لخوا په هوایي بریدونو ټینګار، او د هرات او لوګر پیښو ته په کتو سره اټکل کیږي چې امریکایان ښایي د وروستي ځل لپاره خپل بخت د هوایي بریدونو په زور سره آزمایي او د بي ۵۲ ډوله، او یو لړ نورو الوتکو راتګ هم ښایي د دې پلان یوه برخه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button