خوږو ته خواږه او ترخو ته ترخه

 

اصلاح:

افغان ولس د خپلو او پرديو تر وحشتونو لاندې

سیاسی شنونکی:

یعني د امریکا د دڅټک او د (غرب مشربو+پاټکیانو) د سندان تر مینځ

هیواد:

په افغان وژنه كې د بهرنيانو پرانيستې لاس!

سیاسی شنونکی:

یعنې  د کرزي او اشرف غني د نازولو میلمنو لاس.

اراده:

دښمن ناتوانه او ناكام دى!!!

سیاسی شنونکی:

تاسې چاته دښمن وایاست؟ روس، امریکا، اسرائیل، هند او که اسلامي تحریک؟؟؟ که لومړی درې مو مطلب وي خو رښتیا هم او که مطلب مو اسلامي تحریک وي، نو پوه شئ چې دا ۱۴۰۰ کلن تاریخ لری، دا تر قیامته ناتوانه ونه وینئ او دا ارمان به مو قبر ته یوسئ

ویسا:

موږ به له حوادثو څه وخت عبرت اخلو؟!

سیاسی شنونکی:

کله مو چې تالو ژبې له ورشي.

ویسا:

په هرات كې امریکايي ځواکونو ۲۱ تنه ښځې او ماشومان شهیدان کړل

سیاسی شنونکی:

خیر دی بخښنه به وغواړی. آخر دموکراسي ده!!

د بلخ اوسېدونکي:

د پاڅونوالو په نوم وسله وال مو د کورونو وسایل غلا کوي

سیاسی شنونکی:

چې دا کاتې ونکړې نو څه به خوری؟؟؟ معاشات کم دی ګوزاره نه کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال:

افغان حکومت د قربانۍ لیاقت نه لري

سیاسی شنونکی:

نو بس وچه غوا ده حلاله یې کړئ کنه

هیواد:

در حملۀ انتحاری در کابل ۵ تن کشته و ۹ تن دیگر زخم برداشتند

تحلیلګر سیاسی:

هضم معاشات امریکایی آسان نیست

د افغانستان د نجات شورا په نوم د ايتلاف غړي:

د حکومت د ناسمو سیاستونو له امله هېواد د کورني کړکېچ په لور روان دی

سیاسی شنونکی:

د غلامۍ سیاست خو همدومره کار کولی شو نو.

اصلاح:

ولس دې تر هر څه دمخه ځانته وړ قيادت پيدا كړي

سیاسی شنونکی:

وړ قیادت پسې خو بیا B52 راولي کنه

اراده:

د افغان جګړې كورنى اړخ

سیاسی شنونکی:

یعنی خلق او پرچم او حزب او جمعیت

ارمان:

امريكا جګړه ختموي كه يې بڼه بدلوي؟

سیاسی شنونکی:

لارې ترې ورکه ده نه یې اوس په ختمولو پوهیږي او نه یې په بڼه بدلولو، یواځینۍ لار یې شریفانه تیښته ده او بس.

ویسا:

طالبان دې يې له مجاهدينو او داعش دې يې له دواړو زده كړي

سیاسی شنونکی:

طالبان یې د خپل خدای او رسول له لارښوونو زده کوي او دا نور یې له شیطاني هوسونو.

هیواد:

امريكا د ناتعريف كړي دښمن پر وړاندې

سیاسی شنونکی:

تعریف به هلته وپیژنی چې کله  د روسانو په شان په ګونډو شي.

وزیر خارجۀ امریکا:

طالبان باید بدانند که ما از افغانستان نه می رویم

سیاسی شنونکی:

و امریکا هم باید بداند که طالبان، افغانستان را به ګورستان تان مبدل خواهند کرد

مقام های محلی ننگرهار:

در ولسوالی اچین ۱۴ عضو گروه داعش کشته شد

سیاسی شنونکی:

عجب! هم یې کري هم یې ریبي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button