طالبانو دقطر دفتر دسولې ادرس یاد کړی،خو غني وایي له پاکستان سره سوله کوي:

راپورتاژ: فریدافغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۰)

اشرف غني نن د اختر له لمانځه وروسته یوځل بیا د وسلوالو ډلو پرضد تونده لهجه وکاروله او هغوی یې خوارج وبلل.
اشرف غني طالبان سولې ته هم را وبلل خو په وینا یې چې سوله له پاکستان سره کوي.

غني وویل (له دغه ځایه زه لومړی پاکستان ته پیغام ورکوم، چې مونږ د هراړخیزو سیاسي خبرو لپاره چمتوالی لرو، سوله له پاکستان سره د افغانستان ملي اجندا ده او هغه باعزته سوله چې د سیاسي نظر څخه راشي، دا دې باید ټولو ته ثابته شوې وې چې هیڅوک دا خاروره په زور کوم شي ته نه شي مجبورولی، خو مونږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې انشاالله وتعالی د سیمیې د امنیت لپاره، د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره هر ډول اقدامات کولی شو)

جمهور رئیس غني د خپل حکومت بهرنی سیاست بریالی وباله او ویې ویل چې د دغه سیاست له برکته د افغانانو ۴۰ کلنې هیلې د پوره کېدو په حال کې دي.

خو طالبانو د تل لپاره ټینګار کړی چې هیڅ هیواد او هیڅ ګوند د دوی په استازي توب له چا سره معامله نشي کولی، ځکه دوی د هیچا تر سیطرې لاندې ندي آزاد او خپلواک دي.
د سیاسي چارو کاروپوهان د ولسمشر دا خبرې احمقانه بللې او په وینا یې چې پاکستان تر اوسه هم ندی بریالی شوی چې د طالبانو رسمي استازي د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي چې د څلور اړخیزو، درۍ اړخیزو خبرو کنفراسونه یې بیلګې دي.
شنونکي وایي چې حکومت پدې ښه پوهیږي چې د طالبانو د خبرو واک ټول د نوموړې ډلې په قطر کې له سیاسي دفتر سره ده، خو داچې د طالبانو عمده شرط د بهرنیانو خروج دی او افغان دولت دې شرط ته غاړه نږدي نو ځکه کله د پاکستان او کله هم نورې بهانې لټوي.
د چارو د څارونکو په آند که همدا نن هم حکومت د سولې ریښتنې اراده ولري او د بهرنیانو په خروج کې دریغ ونکړي سوله امن او سوکالي مو سبا په برخه ده.
خو که د بهرنیانو ټغر همداسې پسې اوږدیږي جګړه خونړۍ کیږي او د زیاتې مرګ ژوبلې خطر موجود دی.
بلخوا د ګډحکومت له دننه څخه ځینې سرچینې وایي چې د غني هدف له دې خبرو څخه د ډیورند د لانجمنې کرښې په رسمیت پیژندلو ناندرۍ دي چې د راپورونو تر مخه په تیر ځل څلور اړخیزو خبرو کې چې د سولې نوم ورکړل شوی و، یواځې همدا موضوع مطرح شوه.
سرچینې وایي د کابل او اسلام آباد اداره د پردې ترشا نږدې خپل منځي اړیکې چې د پولې په اوږدو کې د اغزن سیم نصب کول او ترې وروسته په مشترک ډول عملیات، له آی اس آی سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تړون او په تاجکستان کې د پوځي همکاریو تړونونه یې سترې بیلګې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button