ایا اسلامی نړۍ چی سره یوزای شی نو د  برما  دا مظلوم ولس له ظلمه  نشی خلاصولی ؟؟؟

حاجی نعمان

 ولي نه خو …

د دنیا محبین د مال او دولت په مزو کی ډوب دی خپل عیش  اوعیشرت کی مبتلأ  دی د بل غم ورسره نشته …

د نړۍ د کفارو تر شاه امریکایان او برطانیان ولاړ دی …

دوی ېی رهبری کوی مشری یې کوی د برما  بودیان چی ظلمونه کوی ټول د همدوی په همکاری او خوښه ېی کوی …

کافرانو ظالمانو تل زمونږ مسلمانان د خوشحالیو په ورځو کي د ویر په ټغر کینولی یو…

لکه د صدام حسین شهادت چی د غټ اختر په ورځ ېی په دار وزړاو او اعدام يې کړو،

او همدا راز دا اوس په دی اختر کی د برما هغه څلورسوه مظلوم مسلمانان چی د هند له پناه نه واپس خپل هیواد ته ستانه شول ټول ېی په یو ورځ شهیدان کړل ،

د افغانستان لوګر، هلمند، کندوز اوهیرات شینډنډ مظلوم هیواد وال هم امریکایانو وحشیانو د اختر د خوشحالیو په ورځو کي شهیدان کړل …

نو که اسلامی هیوادونه اوغواړی چی برما افغانستان سوریه عراق شام له کفارو وژغوری ، ښه ېی کولی شی په لاندی کارو نو دی عمل وکړی ان شا الله چی ډیر زر به مسلمانان خپلواکه شي …

 سعودی او امارات دی تیل بند کړی او دامریکایانو د عسکرو شتون دی سعودی کی بند کړی،

ترکیه دی په خارجیانو پابندی ولګوی قطر دی هم پابندی ولګوی چی وزی به !!!

نور به زمونږ هیوادونو نه خپل عسکر اوباسی …

 پاکستان دی هم د امریکانو په مخ د کراچی بندر بند کي او له پاکستان نه دی امریکایی عسکرو شتون ختم کړی،

پاکستان ایټمی قوت دی خو ایټمی قوت به کله د اسلام او مسلمانانو دفاع کوی …

او نوره اسلامی نړی دی د بین الملل کفری نه بیزاری اعلان کړی،

 نن دی دا کار وکړی …

که بیا چیرته په برما فلسطین او سوریه عراق افغانستان کي په مظلومانو مسلمانانو چا ظلم وکړ …

نو … بیا راشی وایه حاجی نعمانه تا راته غلطه لار ښودلی …!!!

ای د اسلامی نړی د مشری دعویداراونو تاسو ولی تیل ورکوی ستا په تیلو د امریکی جیټی طیاری بمباری کوی ، ستا په تیلو د کفارو ټانګونه جنګونو ته رازی ستا په کومک کافران مسلمانان شهیدانوی …

ته ځانته یو طاقت ېی ، ولی د مسلمان دفاع نکوی او نه ورباندی شفوی غمرازی ښکاره کوی …

اه برما ستا فریاد به څوک واوری ؟؟؟

اه برما ستا په غم غمجن یو … !!!

کاش چی ای برما مونږ لګ درته فارغ وای ستاسو په قاتلانو به مو ښی نخری کړی وی …

او کاش لږ ستاسو ګاونډیان واي …

دی بودیانو ته به مو د افغان د اسلامی غیرت زور ورښودلي وو…

خو افسوس ای برما مونږ دلته د ناټو او امریکایانو او په شمار یو څو بی ننګو چی د ګډ حکومت په نوم کار  کوی دوی سره په جنګ اخته یو له داعش او نورو مختلفو څیرو سره په جنګ اخته یو …

دا مو وعده ده که فارغیدلو او فرصت موپیدا کړ، ان شاء الله چی له افغانستان به ستاسو خاور ته درزو او ستاسو به کلکه دفاع او له دښمن نه به مو انتقام اخلی …

خدایه دا وخت زر راولي …

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button