د موصل ښار لوېدیځ ته د داعش تنظیم د غړو وژنې او په الحویجة باندې د عراقي ځواکونو تازه نظامي یرغل

 

 

عراقي ځواکونو اعلان کړی چې د دوی ځواکونو د اسلامي دولت (داعش) تنظیم له سرتیرو نه په لسګونو هغه کسان وژلي دي چې د موصل شمال لویدیځ کې د تلعفر سیمې نه په تیښته کې وو، په داسې حال کې چې دغه تنظیم د کرکوک ښار جنوب لویدیځ ته په الحویجة باندې د یرغل لپاره تیاری نیسي.

د عراق د دفاع وزارت اړوند د ګډو عملیاتو د قوماندي د جنګي میډیا شبکې په یوه اعلامیه کې پرون یادونه کړی چې عراقي ځواکونو د اسلامي دولت تنظیم (داعش) نه د العیاضة په سیمه کې نږدې ۵۵ سرتیري وژلي چې له جملې نه یی ۲۶ هغه ځان وژونکی وو چې له بمونو ډک واسکټونه یې پر تن وو، دا هغه سرتيري وو چې د دغو سیمو نه د تالاشۍ پر مهال له سیمې په تیښته وو.

 العیاضیة سیمه د تلعفر ښار شمال لویدیځ نه ۱۱ کیلو متره لري پرته ده چې د تلعفر په ښار کې د دې تنظیم وروستنۍ ځاله ګڼل کیده، په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو دغه سیمه تر خپلې تالاشۍ لاندې راوسته څو د اسلامي دولت تنظیم غړي پکی بیامومي.

همدا راز عراقي ځواکونه د نورو نظامي یرغلونو لپاره په تیارۍ بوخت دي، د دې لپاره چې د الحویجة په هغه ښار باندې یرغل وکړی چې له ۲۰۱۴ کال د دوبې راهیسې پرې د اسلامي دولت تنظیم ولکه ټینګه ده، او پتیلې یې ده چې دغه ځواکونه له دغو یرغلونو نه وروسته د صلاح الدین ولایت شمال ته د الشرقاط سیمې ته پرمختګ وکړي او په تعقیب یې د عنه، راوه، او القایم ښارونو خواته پر مخ ولاړ شي چې د الأنبار ولایت لویدیځ ته موقعیت لري، او دا ټول هغه ځایونه دي چې په عراق کې د اسلامي دولت په لاس کې پاتې دي.  ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

د کردیانو پیشمرګه ځواکونو یوې سرچینې پرون وویل چې یوې عراقي الوتکې د الحویجة ښار اړوند د الریاض په ناحیه کې د اسلامي دولت د عراده جاتو یو کاروان په نښه کړ، چې له امله یې د اسلامي تنظیم له سرتیرو نږدی شپږ کسان ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

د عراق د بشري حقوقو یو څارونکی خبرداری ورکړی چی د دغو عملیاتو له پیل کیدو راهیسې د الحویجة سیمې نه د خورا زیاتو کډوالو د وتلو امکانات را ولاړ شوی، په اعلامیه کې یې ټینګار کړی دی چې په الحویجة ښار کې نږدی ۹۵ زره ملکي خلک ژوند کوي، او له عراقي چارواکو نه یې غوښتنه کړی ده چې د کلابند شوو او تښتیدونکو خلکو د مرستو لپاره پوره تیاري ونیسی.

د الجزیرة نه په مننې

 عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button