کندز–کندهار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۴): د ورکړل شويو راپورونو له مخې ګډو ځواکونو د کندز په چهاردرې او د کندهار په شاوليکوټ ولسواليو کې شپني عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د کندر د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې ګډو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عمليات پيل کړي، چې تر ډيره يې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نظام الدين کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د سجاني سفلی په سيمه کې د چاپې پر مهال بمبار وکړ، چې له کبله يې د خلکو کورونه ویجاړ او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو له پيل راهيسې تر دې دمه سلګونه کورنيو خپل کلي او کورونه پريښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
په عين حال کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې ويلي، چې د اګسټ له ۲۸مې د سپټمبر تر درېيمې په چهادرې ولسوالۍ کې ۵۲۰۰ تنه له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
له بله پلوه د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې د شپنيو عملياتو پر مهال شپږ تنه وسله وال وژلي او ځينې نور ژوندي له ځآن سره وړي دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دوراني رسنيو ته ويلي، چې ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په کوندلانو او کجور سيمو کې عمليات کړي چې ولسي وګړو ته زيان نه دی رسېدلی.
خو يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ تنه عام کليوال يې له ځان سره د بنديانو په ډول وړي دي.
چارواکي وايي، چې وژل شوي او بنديان ټول وسله وال طالبان دي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د چارواکو ادعا ردوي او وايي چې په سيمه کې وژل شوي او نيول شوي ټول ولسي وګړي دي.



