پاکستان: د امريکا طاقت استعمالول ګډوډي رامنځته کولی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): پاکستان وايي، که امريکا د دغه هېواد پرضد له طاقت او زور زياتي څخه کار واخلي، نو سخته ګډوډي او نا امني به رامنځته شي.
د پاکستان دفاع وزير خرم دستګيرخان تېره ورځ ناوخته خبريالانو ته وويل، چې دوی د خپلو ځمکنيو، هوايي او سمندري سرحدونو څارنه زياته کړې ده.
نوموړي ويلي، چې دمګړۍ د کومې حملې ګواښ نه ويني خو په وينا يې چې د احتمالي ګواښ د پېښېدو له ويرې يې په خپلو سرحدونو کې امنیتي تدابير کلک کړي دي.
هغه زياته کړې، چې غواړي د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې راپورته شوې ستونزې حل کړي او خبرداری يې ورکړ چې د پاکستان پر خلاف د امريکا هرډول طاقت استعمالول به دغه هېواد بې ثباته کړي.
امريکا د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال ويلي و، چې پاکستان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي.
خو د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر وايي، پر خاوره يې د اورپکو پټنځي نه، بلکې د هغوی پاتې شوني دي، چې د هغوی د له منځه وړلو لپاره يې هم مټې رانغښتې. هغه وويل وسله وال پاکستان کې نه، بلکې د افغانستان پر ۴۰ سلنه برخه پټنځي لري.
د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان د بیا رغوونې په برخه کې د امریکايي استازي له خولې ویلي، چې د افغانستان پر ۴۰۷ ولسوالیو کې د افغان دولت واک یواځې پر ۵۷ سلنه برخه دی.
که څه هم ټرمپ د پاکستان په اړه په ځانګړي ډول څه نه دي ويلي، خو وخت ناوخت يې په خپلو څرګندونو کې دغه هېواد ته اخطارونه ورکړي، چې د وسله والو له ملاتړه دې لاس واخلي.
خو پاکستان په وار وار د امريکا او افغان دولت دغه ډول تورونه رد کړي دي.



