ترکیې د لومړني بهرني هیواد په توګه د برما ځپل شویو ته بشري مرستې استوي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې ترکیې د روهنګیا مسلمانانو ته لومړنۍ بشري مرستې لیږلې دي.
د ترکي ولسمشر ویاند ابراهیم کالن رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ اردوغان د برما له ولسمشرې آن سان سوچي سره تر خبرو وروسته غوښتنه کړې وه چې د دوی مرستندویه ډلو ته دې اجازه ورکړي چې د راخین ولایت د ځپل شویو مسلمانو کورنیو سره لمړنۍ مرستې وکړي، چې د هغه هیواد د ولسمشرې لخوایې وړاندیز منل شوی دی.
د ټي آرټي آژانس د راپور ترمخه ټاکل شوې ده چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې “ تیکا“ لخوا د ترکیې راخین ښار ته چې په کې مسلمانان د سختو شرایطو سره ژوند کوي، په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ ټنه بشري مرستې و شي.
دا اداره وایي چې مرستې به د راخین د ایالت د سیمه ایزو چارواکو په همکارۍ پر بې ځایه شویو کسانو باندې وویشي. پدې مرستو کې خوراکي او طبي مواد شامل دي. سربېره پر دې جامې، کمپلې او خیمې هم شته .
نوموړې ادارې ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله به دې ښار ته د الوتکو په مټ مرستې ولیږدول شي.
د دې ادارې مشر وایي؛ په پام کې ده چې د برما د کوکس په نوم بازار چې اوس د کډوالو لوی پنډغالی پکې میشت دی او شاوخوا ۱۰۰ زره مسلمانان پکې اوسیږي، طبي مرستې او امبولانسونه ولېږل شي. تمه کيږي چې په لومړي پړاو کې ۱۰۰ کورونیو سره بېړنۍ مرسته وشي.
باید وویل شي چې ترکیه لمړنی هیواد دی چې د برما د مسلمانانو سره چې د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي د مرستو وړاندیز کړی.
په روانو څو ورځو کې تر ۸۰ زرو ډیرې کورنۍ له دې هیواد څخه تیښتې ته اړ شوې او تر ۴۰۰ زیات کسان د برمایي پوځیانو په ډزو کې وژل شوي دي.



