روزګان: دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): د رزوګان ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې يې عمليات مخ پر وړاندې روان دي او تر دې دمه يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان بيا د چارواکو دغه ادعا ردوي.
په روزګان ولايت کې د څلورمې پلې لواء قومندان رحمت شاه قيمتي چې د يادې جګړې قومنده په غاړه لري وايي، چې له طالبانو يې د عملياتو پر مهال ځينې سيمې نيولي او زياتوي چې په دغو عملياتو کې يې ۴۵ طالبان وژلي او شاوخوا څلوېښت تنه نور يې ټپيان کړي دي.
خو طالبان بيا وايي، چې په مرکزترينکوټ کې يې د دولت پيل کړي عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې د سپينې خاورې په سيمه کې يې ۵ ټانګونه ويجاړ کړي او څوارلس تنه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه سيمه چې اوس مهال پکې د دولت له لوري عمليات پيل شوي د مرکز ترينکوټ ښار په ختيځه برخه کې په پنځه سوه کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې له تير يو کال راهيسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې وه.
سيمه ييزې سرچينې وايي، چې اوس مهال هم وسله وال طالبان د مرکز ترينکوټ په ډیره برخه حاکميت لري او له خپلو سيمو څخه کلکه دفاع کوي.



