پوليسو په مسافر وړونکي بس موټر ډزې کړي- ۶ تنه کسان ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): نن سهار د کندهار- هرات په لويه لار د فراه رود په سيمه کې پوليسو په يوه مسافر وړونکي بس موټر ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، پېښه هغه مهال د بالابلوک ولسوالۍ مربوط د فراه رود په بازار کې رامنځته شوه، کله چې دغه بس موټر د پوليسو پوستې ته ونه درېده.
ځايي اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، هغه پوسته چې پر دغه بس موټر يې ډزې کړي، هره ورځ په دغه لاره تېرېدونکو لویو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو څخه په ناقانونه توګه پيسې اخلي.
د پېښې له ځای څخه يوه عيني شاهد کابل ټکی کام ته وويل، د پوليسو په ډزو سره شپږ تنه سخت ټپيان شوي او نوموړي بس موټر ته هم زيان رسېدلی دی.
د سرچينې په وينا، اوس مهال ټپيان د فراه رود روغتون ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
په عين حال کې د فراه د والي وياند ناصر مهري هم دغه پېښه تائيدوي خو وايي پوليسو له هغې وروسته هوايي ډزې وکړې چې ياد بس موټر د تالاشۍ پوستې ته ونه درېد او په خبره يې چې په ډزو کې چاته زيان نه دی اوښتی.
د هېواد په لويو لاريو پرتې ډیری پوستې د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو په ناقانونه ډول پيسې اخلي، چې وخت ناوخت د ځينو موټروانانو د پيسو د نه ورکړې له امله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.



