د ننګرهارچارواکي: هوايي بريد کې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): د ننګرهار امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې يوولس داعش وسله وال وژل شودي دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په ديوانه بابا کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي برید وکړ، چې په په پايله کې يې ۱۱ داعش وسله وال ووژل شول.
نوموړی زياتوي، په دغه برید کې د طارق افريدي د دلګۍ يو ډاډسن موټر په نښه شوی، چې له کبله يې موټر ويجاړ او ځينې وسلې هم له منځه تللي دي.
په عين حال کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پېښه تائيد کړې او رسنيو ته يې په يوه لېږلې اعلاميه کې ويلي، چې یاد بريد نن سهار په هسکه مېنه کې ترسره شوی دی.
وخت ناوخت دولتي چارواکي په ننګرهار ولسوالۍ کې د لسګونو داعش وسله والو د وژلو دعوې کوي، خو ازادې رسنۍ او ځايي سرچينې د دولت د دغه ډول ادعاګانو په اړه شک څرګندوي او وايي چې ډیری وخت بهرني هوايي ځواکونه په خپلو هوايي حملو کې کليوالې سيمې او يا هم ولسي وګړي د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.
تر اوسه داعش وسله والو د وروستي ترسره شوي بريد په اړه څه نه دي ويلي.



