هرات: د برما د غمیزې د غندلو پخاطر لاریون وشو.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۵ فرید افغان)
نن سهار د هرات ولایت لسګونو فعالانو د برما دحکومت لخوا په روهنګیایی مسلمانانو د ظلمونو د پراخیدو پرضد پراخ لاریون وکړ.
لاریون والو د میانمار د حکومت کړنې وغندلې او ترې ویې غوښتل چې نور دې د راخین ولایت بې دفاع مسلمانان نه ځوروي.
په اعتراض کوونکو کې دیني عالمان، ځوانان، مدني فعالین او د ښځو د ټولنې غړي هم شامل وو چې د دې هیواد دولسمشرې آن سان سوچي خاموشي یې وغندله او دهغې پرضد یې هم شعارونه ورکول.
لاریون والو له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د میانمار پوځ له خوا د روانې مسلمان وژنې مخه ونیسي.
او د ګډحکومت د مشرانو یې غوښتنه داوه چې په دې مسله چپ پاتې نه شي او د دیپلوماتیکي لارو دې روهینګيا مسلمانانو د وژلو او په زوره شړلو مخه ونیسي.
باید وویل شي چې دا په افغانستان کې د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لومړی اعتراضیه لاریون دی.
د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې یوځل بیا د دې هیواد دپوځ لخوا د مسلمانو لږکیو پرضد جګړو زور اخیستی
دا هیواد چې ټولټال ۶۰ میلیونه نفوس لري څلور فیصده یې مسلمانان تشکیلوي.
روهینگیایې مسلمان اقلیت د برما د هیواد د اتباعو په توگه په رسمیت نه پیژندل کیږي سره له دې چې پیړۍ وشوې همدلته استوګنه لري.
د میانمارله اقلیت مسلمانانو سره نړیواله خواخوږي مخ په زیاتېدو ده او اکثر اسلامي هېوادونه د دې هېواد په راخین ایالت کې د دې مذهبي اقلیت په وړاندې، د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتني کړي دي.
په تیرو لسو ورځو کې ١٢٥٠٠٠ زره کسان د برما په راخین کې د جگړو له امله بنگله دیش ته تښتیدلي دي او د هغو ۴٠٠٠٠٠ روهینگیایی کډوالو سره یوځای شوي چې له پخوا نه په دغه هیواد کې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.
باید وویل شي وسلوالو طالبانو او افغان حکومت په ګډه د برما غمیزه غندلې او له نړیوالو بنسټونو یې د بیړني اقدام غوښتنه کړې.
په همدې حال ترکیې هم د برما ځپل شویو ته د سلګونو ټنو لومړنیو مرستو د استولو اعلان کړی دی.



