امريکا کې د عراقي ځواکونو الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶): د امريکا په اریزونا ايالت کې د عراقي ځواکونو اړوند يوه F-16 جنګي جيټ الوتکه نسکوره شوې، چې په ترڅ کې يې د دغه الوتکې پيلوټ وژل شوی دی.
د دغه ايالت هوايي ځواکونو ويلي، چې ياده الوتکه د ايروزنا ايالت سافورډ ښار ته څېرمه په ورځنيو تمريناتو بوخته وه چې رانسکوره شوه.
د امريکا پوځ وايي، دغه الوتکه د عراقي ځواکونو وه او پکې وژل شوی پيلوټ هم د عراقي پوځ و.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي د الوتکې د لوېدو د څرنګوالي په اړه يې پلاوی ټاکلی دی.
د امريکا هوايي ځواکونه د عراق له حکومت سره موافقه لري، چې له مخې يې د دغه هېواد پيلوټانو ته روزنه ورکوي.



