(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶): دا ځل راشد خان د کارابین کرکټ غوره ليګ سياليو يو نوی ریکارډ جوړ کړ، چې په سي پي ال کې هم لومړنی دی.
راشدخان چې د ګوايناامازون لوبډلې لپاره لوبېږي تېر ماښام يې په پرلپسې ډول په دریو توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې په کرکټ کې هېټرېک بلل کیږي.
راشد خان لومړنی لوبغاړی دی چې د سي پي ال په تاریخ کې هېټرېک کوي، دا په کرکټ کې د راشد خان لومړنی هېټریک هم دی.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه تکړه توپ اچوونکی د سي پي ال په پنځو غوره بالرانو کې راغلی چې په يوولس لوبو کې يې ۱۳ کسان ځوزولي دي.
په کارابین کریکیټ غوره لیګ تجارتي سیالیو کې په لومړي ځل دغه دوه افغان لوبغاړي لوبه کوي چې تر ډېره ښه ځلېدلي دي.
د مالوماتو له مخې د محمد نبي لوبډله د دغو سياليو پايلوبې ته وتلې ده.
















