بلخ: د عطانور د ملیشو لخوا د چمتال نیول شوې سیمې بیرته د طالبانو لاس ته لویدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۶ فریدافغان)

راپورونه وایي چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ ډیری سیمې یوځل بیا د طالبانو لاسته لویدلې او هغوی پرې کامله واکمني لري.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې د لوى اختر په ورځو کې ډېری هغو سيمو ته بېرته وسله وال طالبان ورغلي چې په شوو عملياتو کې ترې نیول شوې وې.

تیره میاشت د عطانور په مشرۍ زرګونو ملیشو د چمتال په ولسوالۍ کې داسې مهال عملیات پیل کړل چې وسلوال طالبان د ولسوالۍ نږدې سیمو ته رسیدلي و .
په عملياتو کې د سیمیزو اربکیانو تر څنګ د پارلمان او ولايتي شورا په ځينو غړو پورې اړوند وسله والو هم برخه اخيستې وه چې د عامو خلکو پر وړاندې په بې دریغه ظلمونه تورن شول او دځینو پښتون ټبره اوسیدونکو کورونه یې پدې پلمه چې ګواکې طالبانو ته شپې ورکوي ونړول او یو شمیر یې د لنډې مودې لپاره بندیان کړل .

سیمیز خلک وایي چې د دې ولسوالۍ د بارګاه، جرکلا، نوشهر عليزايي، بابړان، قلعه رزاق، نواباد او ګڼو نورو سيمو کې بېرته وسله وال طالبان ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا د بلخ د امنیې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د چمتال د اوسیدونکو خبرې رد کړې او په وینایې چې دمګړۍ په چمتال ولسوالۍ کې د نظامي بېس او ځينو امنيتي پوستونو ساختماني چارې روانې دي.

خو سیمیز خلک وایي حکومت تر عملیاتو وروسته په ټولییزه توګه سیمې پریښې چې اوس پرې طالبان پوره واکمني لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button