جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

په بي-۵۲ به افغان طالبان، که ولسي وګړي له منځه وړل کېږي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2017
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې افغان حکومت ته بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې ورکوي. واشنګټن پوسټ لیکلي چې افغانستان ته به د هوايي بریدونو لپاره ایف-۱۶، اې-۱۰ او بي-۵۲ الوتکې واستول شي چې په افغانستان کې به د قاطع ماموریت په عملیاتو کې د افغان حکومت د مخالفینو په مقابل کې لاس ته راوړونې ولري. د امریکا دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې ده چې د یادو الوتکو په عملیاتو سره به د طالب وسله والو هغه پټنځایونه هم له منځه وړل کېږي چې دوی په غرنیو سیمو کې جوړ کړي دي.

دې اعلان ته، چې امریکا افغان حکومت ته بېلابېلې جنګي او بم غورځوونکې الوتکې ورکوي، افغان د فاع وزارت ډېره خوښي ښوولې ده، ویلي یې دي چې د بي-۵۲ بم غورځوونکو او نورو الوتکو په وسیله به طالبان د خپلې ماتې له ویرې له جګړې لاس واخلي، یا به حکومت ته تسلیم شي او یا به د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د هوايي بریدونو له لیارې له منځه یووړل شي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

افغان دفاع وزارت د امریکا لخوا په بي-۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د خوښیو پر مهال دا هم ویلي دي چې د افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو پر مهال له بم غورځوونکو الوتکو څخه کار اخیستنه ډېره مهمه ده او له دې وروسته به د وسله ‌والو طالبانو د ځپلو لپاره له هليکوپټرو هم ګټه واخیستل شي.

دفاع وزارت چې نوره یې د ځان په دفاع کې له ملي اردو، بهرنیو پوځونو، ځمکنیو عملیاتو او بمباریو تمه پای ته ورسېده، اوس د امریکا لخوا نورو جنګي الوتکو پورې خپله بقا تړي وايي: د امریکا لخوا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د تروریستانو د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره ډیرې مهمې او اغېزمنې دي. دفاع وزارت وايي، موږ هڅه کوو چې زموږ فعالیتونه پراخ او مخالفین (افغان ‌طالبان) به وځپل شي.

 دې بم غورځونوونکو الوتکو ته دفاع وزارت ځکه بې ډُوله ناڅي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د سپینې ماڼۍ په وینا د ترهګرو د پټنځایونو په نښه کول او له منځه وړل هم په نظر کې نیول شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي بي-۵۲ او اپاچي هلیکوپتر الوتکو عملیات څه نوې خبره نه ده؛ له ۲۰۰۱ میلادی کال راپدېخوا امریکا په افغانستان کې د ډول ډول الوتکو په وسیله هوايي عملیات وکړل. بي-۵۲ په لومړي یرغل کې پر افغان ولس بمونه غورځولي او اوس هم هره اونۍ او هره میاشت د امریکا او افغان دفاع وزارتونه راپورونه ورکوي چې په سوونو اوزرګونو وسله وال طالبان یې له منځه وړي دي. په بمبارکې مرګ ژوبله او د ودانیو ویجاړي وي خو امریکا د طالبانو پر ځای تل ولسي وګړي بمبارکړي دي.

که د پنټاګان او ارګ اعلامیو ته وکتل شي، اوس به په افغانستان کې یو وسله وال طالب هم ژوندی نه وو پاتې. بي-۵۲ او نورو جنګي الوتکو خپلې بې رحمه بمبارۍ  کړې دي، خو د وسله والو طالبانو په نامه یې بې وسلې ملکي ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

که یو ځل بیا امریکایي بي-۵۲ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره عملیات پیل کړي، د تېر په څېر به د طالبانو پر ځای د بمباریو مرګ ژوبله افغان ولسي وګړو ته اوړي، لکه څرنګه چې امریکایي الوتکو په کندز کې پر روغتون بمباري وکړه، په جنازو، ودونو، فاتحو کې یې ولسي وګړي شهیدان کړل، امریکا په ټول قوت سره په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغان حکومت مخالف وسله والو طالبانو د له منځه وړلو توان پیدا نه کړ، بې ګناه ولسي وګړي یې په هره بمبارۍ کې شهیدان کړل؛ وروسته له دې به هم د بي-۵۲ لخوا د هرات او لوګر په څېر د کورونو د ویجاړېدو او مرګ ژوبلې تاوانونه افغان ولسي وګړي ګالي.

مخکینې مطلب

جنرال باجوه: نړیوال دې د خپلو ناکاميو مسئوليت پر پاکستان نه اچوي

بل مطلب

تنکی مجاهد

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com