جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

تنکی مجاهد

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
23
ځلې شریک شوی
292
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 انیسه غزنوی

دعیسوی دښمن لخوا حمله دومره ناڅاپه وه چې چاته د ځان ژغورلو وخت هم پیدا نه شو، د اسلام دښمنانو ټول ښار محاصره کړی ؤ دمسلمانانو ماشومان او لویان یې شهیدان کړل او دهغوی میرمنې یې په یو ځای کې سره قیدي کړې. په هیچا کې دمقابلې همت نه ؤ، دعیسوی دښمن له ویرې هیچا دخبرو جرأت هم نه شو کولا ی.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

په دې نازک حالت کې یوازی یو کم عمره او تنکی هلک ؤ چې له همت څخه یې کار واخیست او خپل بوډا پلار ته یې وویل: باباجانه که ته له ماسره ځې نو مونږ دواړه به د موصل پاچا ته خپل فریاد ورسوو، چې زمونږ مؤمنې خویندي او میندي ددښمن له شره وژغوري.

بوډا پلار په جواب کې ورته وویل: زما بچیه زه به تاسره خامخا ځم.

تنکی مجاهد او بوډا پلار یو ځای دموصل ښار په لور روان شول دواړو شپه او ورځ سفر وکړ، لوږي او تندې  ډیر وځورول مګر دمسلمانانو میرمنو فریاد او ژړا او دمظلومو شهیدانو غم دوې دمنزل په لور روان کړي ؤ.

پرله پسی مزل دوی ډیر ستړي او ستومانه کړل، یوه ورځ چې دخپل منزل په لور روان ؤ او د ستړیا نښی یې په مخ له ورایه ښکاریدې پر لاره یې يو سړی چې په آس سپور ؤ ولیدو، ددې په لیدلو دتنکي مجاهد له سترګو بې اختیاره رڼې اوښکي توی شوې په آس سپور سړي له تنکي مجاهد څخه د ژړا سبب وپښته تنکي مجاهد په ځواب کې ورته ټوله کیسه واوروله په آس سپور سړي په ډیر حیرت او غصې ترې وپوښتل: دومره لویه واقعه پیښه شوه او چا هیڅ هم ونه کړل؟

تنکي مجاهد وویل: له نورو څخه به څه ګیله کوو په داسې حال کې چې زمونږ پاچا خو ددې څخه خبر هم نه دی او مونږ خو اوس هغه ته خپل فریاد راوړئ.

ددې خبري په اوریدو سره سړی خپل آس څخه کوز شو دتنکي مجاهد په اوږه یې لاس کیښوده او په مینه یې ورته وویل: بچیه هغه بدبخت پاچا زه یم چې دومره خبر هم نه شوم چې زما په مسلمان ولس تیری شوی. دا پاچا نورالدین زنګي ؤ.

نورالدین زنګي تنکی مجاهد او بوډا دواړه له ځان سره موصل ښار ته ورسول او هلته یې خپل فوځ جمع کړ او داسې اعلان یې وکړ چې: سبا ته به د نورالدین توره په «رها» ښار کې ځلیږي……

په تاسو کې به څوک زما مرسته وکړي.

په ټول فوځ کې چوپتیا خپره شوه ځکه د «رها» او موصل ښارونو تر منځ ۹۰ میله فاصله وه.

یوازی یو غږ پورته شو چې داسې یې وویل: زه به انشاءالله سبا ته د سلطان سره یم.

ټولو د هغه غږ کونکې لور ته وکتل دا غږ د یو کم عمره هلک ؤ.

ددې کم عمره او تنکي مجاهد په لیدو ځینو افسرانو ورته وویل: بچیه! داجنګ دی څه د ماشومانو لوبه نه ده.

په دې وخت کې سلطان نورالدین په لوړ غږ وویل: داتنکی ځوان په خپلي وینا کې رښتونی او د قوي عزم خاوند دی فتحه او نصرت دهمداسی خلکو قدمونه ښکلوي مونږ به انشاءالله سبا ته «رها» ښار کې یو. دسلطان د وینا په اوریدلو ټول فوځ حملې ته تیار شول. بله ورځ داسلام لښکر «رها» ښار ته ورسیدو. دمسلمانانو او عیسویانو تر منځ سخت جنګ شروع ؤ اتفاقا د سلطان نورالدین زنګي مقابله دعیسوي سپه سالار سره وشوه، سلطان نورالدین زنګي په پوره قوت سره پر دښمن ګوزار وکړ مګر هغه بچ شو. کله چې سلطان نورالدین زنګي بل وار ته ځان تیاروه په دې وخت کې تنکي مجاهد په خپله توره د عیسوي سپه سالار غاړه ووهله او ددوزخ کندې ته یی ورسوو.

دعیسوي سپه سالار په مړینه ددښمن ټول فوځ په تيښته شو، ښار فتحه شو او مسلماني میرمنې دکفارو له شره خلاصې شوی.

ټولو ددې تنکي مجاهد همت او حوصله وستایله او د هغه څخه یې مننه وکړه.

دا تنکی مجاهد په کال ۱۱۳۸ع  کې زیږدلی ؤ د ۳۰ کالو په عمر دمصر خلیفه شو او ۲۴ کاله یې پر مصر او شام خلافت وکړ ددې ۲۴ کالو په ترس کې یې ډیرو صلیبي جګړو کی اشتراک وکړ او بیت المقدس یې آزاد کړ دا عظیم خلیفه صلاح الدین ایوبی ؤ.

هغه چې یاد یې ټول مسلمه امت ته د غیرت او شجاعت درس ورکوي.

مخکینې مطلب

په بي-۵۲ به افغان طالبان، که ولسي وګړي له منځه وړل کېږي؟

بل مطلب

د امریکې په نوي پالیسۍ یو څو خبري - وروستۍ برخه

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com