(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶): د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه وايي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف ډیرې قربانۍ ورکړي او په وينا يې که پاکستان د ترهګرۍ پرضد څه نه وي کړي،نو د نړۍ يو هېواد به هم نه وي کړي.
نوموړي تېره ورځ په راولپنډۍ کې د دفاع ورځ د مراسمو پر مهال جوړه شوې غونډې ته وویل، که نړۍ زموږ د قربانيو درناوی نه شي کولای، نو د خپلو ناکاميو مسئوليت دې هم پر پاکستان نه اچوي.
هغه زياته کړه، چې دوی په ډيرو کمو وسايلو ډير څه وکړل او اوس د نورې نړۍ وار دی، چې هغوی د ترهګرۍ پرضد خپل کارونه وکړي.
باجوه د خپلې وينا پر مهال وويل، چې دوی مرستې نه، بلکې متقابل احترام غواړي او زياته يې کړه چې د امريکا د هر هغه تګلارې ملاتړ به وکړي چې د سيمې او د افغانستان د سولې لپاره لاره هوارولی شي.
دغه راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز باجوه وويل، چې نړۍ دې له پاکستانه د غوښتنو پر ځای د ترهګرۍ د له منځه وړلو هڅې ډيرې کړي.
د افغانستان په اړه د امريکا د ستراتيژۍ د اعلان پر مهال ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړ، چې په خپله خاوره کې يې ترهګرو او وسله والو ډلو ته پناه ځآيونه ورکړي او له هغوی ملاتړ کوي، چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه ترينګلي شوي او د يو بل څرګندونو ته غبرګونونه ښکاروي.
















