(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تخار ولایت په مرکز کې د حزب اسلامي یوه خپلسري قوماندان بشیر قانت درۍ تنه استادان له یوه ښوونځي نه تښتولي دي.
تر اوسه د تښتول شویو ښوونکو برخلیک ندی معلوم خو د ښوونځي یو ښوونکي رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ غرمه مهال د بشیر قانت وسله والو د زدهکوونکو له رخصتېدو وروسته د ښوونځي دوه ښوونکي احمد طیب او احمد خان او د سمتي په نامه د ښوونځي مدیر نعمت الله له ځانه سره وړي دي.
د تخار ولایت د امنیې قواماندان فقیر محمد جوزجاني پېښه تائیدوي او په وینا یې چې ښوونکي د بشیر قانت وسله والو له خوا په دې تور نیول شوي، چې د بشیر قانت خلاف یې لاریونونه تنظیمول نوموړی زیاتوي ؛ تښتول شوي کسان لا هم د قانت له وسله والو سره دي.
د امنیې قواماندان وايي، بشیر قانت او سله والو یې په سیمه کې پر خلکو ظلم زیاتی کوي.
باید وویل شي چې د قانت وسلوال په سیمه کې د جمعیت اړوند کسانو پرضد جنګ جګړو ته لمن وهي او هغه څوک چې د دوی مخالفت وکړي په ظلم اوشکنجو سره یې له منځه وړي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د قانت وسلوالو په یوه جومات کې په لمونځ کونکو ډزې کړې وې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ټوپکسالار ډلې د سیمې یو مخور عالم پدې تور چې ګواکې د قانت پرضد یې لاریون ته تابیا نیوله د لمانځه پرمهال په محراب کې شهید کړ.
حزب اسلامي د خپل قوماندان څخه دفاع کوي او هغه په سیمه کې پیژندل شوې څیره بولي
















