(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۶ فرید افغان)
د پروان ولایت چارواکي وایي چې د طالبانو لخوا د تیرې ورځې په برید کې چې د بګرام هوایي ډګر په درییمه دروازه کې د یو موټرسیکل سپور لخوا ترسره شو ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوشتې ده.
چارواکي وایي چې په یاد برید کې ۳ بهرنیان او ۵ افغان همکاران یې ټپیان دي او د بهرنیو ځواکونو یو افغان ترجمان وژل شوی دی.
خو د حبیب الرحمان په نوم یوه عیني شاهد چې سیمه کې موجود و، پژواک ته ویلي چې ده په خپلو سترګو ولیدل چې په وژل شویو کې دوه تنه بهرنیان او یو افغان ژباړونکی شامل و.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او په وینایې چې دا حمله د محمد ادریس په نامه د دوی یو سرتیري بریدګر لخوا چې د کاپیسا ولایت اوسیدونکی و ترسره شوې.
طالبانو ویلي برید یې د امریکایانو لخوا کلمې طیبې ته د سپکاوي په غچ کې دبګرام په درییمه دروازه کې په راټولو شویو امریکایانو ترسره کړی دی
طالبانو ۲۰ بهرنیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د معمول سره سم بهرني ځواکونه په هره حمله کې خپل تلفات یا بیخي نه ابلاغوي او یا یې هم لږ ښیي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې امریکایانو د پروان ولایت په مربوطاتو کې ځینې تبلیغاتي پاڼې شیندلې وې چې پکې په یو سپي باند کلمه طیبه لیکل شوې وه او ورپسې یو زمری انځور شوی و چې د دې کلمې له منځه وړل غواړي او له خلکو غوښتل شوي و چې د امریکایانو تر څنګ دې د طالبانو په ضد ودریږي.


















