په فېسبوک کې مارک زکربرګ ولې نه شو بلاک کولای؟

په دې خو نږدې ټول پوهېږو چې د فېسبوک بنسټګر مارک زکربرګ او د هغه مېرمن پرسیلا چین په فېسبوک کې څوک نه شي بلاک کولای. کله چې تاسو د زکربرګ او یا د هغه د مېرمنې پروفایل ته له ورتلو وروسته د هغوی د Block کولو هڅه کوئ د فېسبوک له لوري یو پیغام راځي چې تاسو نه شئ کولای اوس مهال دا پروفایل بلاک کړئ.
تاسو به هم وایاست چې زکربرګ خو د فېسبوک مشر دی ځکه څوک نه شي کولای دا ښاغلی بلاک کړي، خو کیسه بل ډول ده. په اصل کې زکربرګ او چین په فېسبوک کې دومره ډېر بلاک شوي چې له دې هاخوا یې نور بلاک کېدل ناشوني دي.
د فېسبوک یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې د زکربرګ او د هغه د مېرمنې اکاونټ نه بلاک کېدل یو ځانګړی امتیاز نه دی بلکې هر هغه څوک چې په ډېر لږ وخت کې یې اکاونټ په وار وار بلاک کېږي د هغوی اکاونټونه هم نه شي بلاک کېدای. دا ستونزه له ۲۰۱۰ز کال راهیسې راپیدا شوې ده چې د زکربرګ او د هغه د مېرمنې اکاونټ څوک نه شي بلاکولای.

د فېسبوک د ویاند په خبره د زکربرګ او د مېرمنې اکاونټ دومره زیات بلاک شوی دی چې د ویب پاڼې الګوریتم نور تاسې ته اجازه نه درکوي چې بلاک یې کړئ.
فېسبوک وايي چې د زکربرګ او د هغه د مېرمنې د اکاونټ نه بلاک کېدو ستونزه له ۲۰۱۰ز کال راهیسې پیدا شوې ده ژر به دا ستونزه حل شي.
Block/ بلاک کول؟
که غواړئ چې یو کس ستاسې د فېسبوک پروفایل ونه لېدای شي او یا له تاسې سره اړیکه ونه نیولای شي نو کولای شئ چې بلاک یې کړئ. په بلاک کولو سره هغه کس په اتومات ډول ستاسو د ملګرو له لیسته وځي او نور نه شي کولای چې ستاسې پروفایل وګوري او یا په میسنجر کې اړیکه درسره ونیسي؛ که وغواړئ هغه کس بېرته انبلاک کولای شئ.



