(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۸ فرید افغان)
تیره ورځ امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ د کویټ د امیر سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هڅه کوي ترڅو د قطر او سعودي ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړي.
راپورونه وایي چې تر دې وروسته د قطر امیر د ټرمپ په غوښتنه د سعودي باچا له ولیعهد سره تلیفوني تماس نیولی او د خبرو اترو په میکانیزم یې روغبړ کړی دی.
له تلیفوني اړیکې وروسته د سعودي مطبوعاتو د دې هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته د خبرو اترو د بیا پیل وړاندیز کړی او له نوموړي یې غوښتي چې هر ډول جوړجاړي ته تیار دی.
د سعودي رسنیو د راپور وروسته سملاسي قطري رسنیو د خپل هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې قطري امیر هیڅکله د خبرو د بیا پیل د غوښتنې لپاره تلیفون ندی کړی بلکه د امریکایی ولسمشر په غوښتنه یې دا کار کړی دی.
د قطر رسمي خبري آژانس ویلي چې د سعودي ولیعهد د قطر له امیره غوښتي چې د خبرو لپاره خپل استازي وټاکي او خبرې باید داسې وي چې د هېوادونو له ملي حاکمیت سره په ټکر کې نه وي.
خو د قطر دې سپیناوي د سعودي چارواکو سخته غصه راپارولې او ویلي یې دي چې سمدستي به له قطر سره د خبرو لپاره هر ډول اړیکي پرې کوي، تر هغه چې قطر دولت د خبرو په اړه خپل رسمي دریځ په واضحه توګه نه وي جوت کړی.
سعودي ویلي چې قطري رسنیو د یادې شوې ټیلیفوني مکالمې تحریف کړی او په وینا یې چې قطر د خبرو هوډ نه لري او د تېر په څېر د نه منلو کړنلاره یې خپله کړې ده.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې درې خلیجو هېوادونو سعودي عربستان ، بحرین او متحده عربي اماراتو او مصر له قطر سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او سخت اقتصادي، سیاسي، فرهنګي بندیزونه یې پرې ولګول آن سږکال له فرضي حج څخه هم قطري حاجیان محروم و. دغو هېوادونو پر قطر تور لګاوه چې قطر د سختو دریځو او وسلوالو ډلو ملاتړ کوي او له ایران سره اړیکې پالي. خو قطر دغه تورونه ردکړي دي.


















