کابل ګارنيوزيون: د مسعود پلويان دې له نظامي يونيفورم او د وسلو له لېږد ډډه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندانۍ وايي، د مسعود پلويان دې د هغه د تلين د لمانځلو پرمهال د وسلو له لېږد، نظامي يونيفورم او د دولتي ځواکونو له وسايطو څخه له استفادې ډډه وکړي.

له يادې قومندانۍ څخه رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې راغلي، لاريونوال دې هغه ټولو محدوديتونو ته پوره پاملرنه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د کابل ښار په ځينو سيمو کې په پام کې نيول شوي.

سږ کال د کابل د ګارنيزيون له لوري د مسعود پلويانو ته په کابل ښار کې څو مسيرونه ټاکل شوي (کارته پروان، د تايمني ۸۰ متره سړک نه نيولې تر هوايي ډګر څلور لارې پورې، د مسعود څلور لارې او په همدې لاره بيرته تګ، د برکي څلور لارې، سالنګ واټ، ده افغانان او په همدې مسير بيرته تګ) د کابل ګارنيزيون په اعلاميه کې خاص کړل شوي مسيرونه دي چې د مسعود پلويان به پرې مارش کوي.

د کابل ګارنيوزيون قوماندانۍ د کابل ښار په نورو سيمو کې د مارش کوونکو په وسایطو او تګ راتګ بنديزونه لګولي او خبرداری يې ورکړی که هرچا سرغړونه وکړه د شکايت حق نه لري.

نن د کابل ښار په ډيری سيمو کې د مسعود پلويان راوتلي او د هغه د وژنې کليزه لمانځي او دغه راز د کابل ګارنيزيون د هغه خبرداري سربيره چې نظامي وسایط او وسلو څخه به استفاده نه کېږي، بيا هم په مارش کې ډیری خلکو وسلې او د دولتي ځواکونو له رينجر موټر او نظامي وسايطو څخه استفاده کړې.

د مسعود د پلويانو په نني لاريون کې د کومې پېښې راپور نه دی ورکول شوی، خو تيره ورځ په دغو لاريونونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د هغوی د موټرو د کاروانونو په بې باکه تګ راتګ کې درې ماشومان ټپيان شوي و، چې اوس مهال په روغتون کې بيستري دي.

هر کال په کابل ښار کې د مسعود پلويان د هغه د وژنې تلين لمانځي، چې د دغه ښار اوسېدونکي د څو ورځو لپاره د سختو مشکلاتو سره مخ کېږي او وخت ناوخت پکې د هغوی له لوري ځينې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button