ملي امنيت د غور د پوهنې ريیس وهلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د غور ولايت د پوهنې رييس خليل احمد مبارز د دغه ولايت د ملي امنيت د رياست له لوري تر نيول کېدو وروسته وهلی او شکنجه کړی دی.
مبارز رسنيو ته ويلي، د ملي امنیت د ادارې له لوري له دې امله ونيول شو، چې ولې يې په نا امنه سيمو کې ښوونکو ته پيسې ورکړي دي.
نوموړی وايي، چې د وزيرانو شورا له پريکړې وروسته يې د مخالفينو په سيمو کې ښوونکو ته د ۱۷ ميليونه افغانيو د ويش لړۍ پيل کړه، چې په دې موده کې د دغه ولايت د ملي امنيت له لوري نیول شوی او له سپکو سپورو سربيره د څه مودې لپاره په بند خونو کې ساتل شوی چې په وينا يې شکنجې، وهل ټکول به هم راکول کېدل.
د دغه ولايت د پوهنې رييس تېره مياشت ويلي و، چې د دولتي چارواکو او زورواکانو لاسوهنې او باج اخيستنې د پوهنې نظام له ننګونو سره مخ کړی او زياته کړې يې وه، چې “ډېرى باج اخيستنې د دولتي چارواکو له خوا ترسره کېږي او زموږ څخه غواړي چې خيالي کارکوونکي ولرو، غير قانوني کسان وګمارم، زموږ څخه غواړي چې پيسې ورکړو او که دغه باج اخيستنې ختمې نه شي، د دغو کسانو نومونه به افشا کړم. ”
تر دې دمه د غور ولايت امنيتي چارواکو او ولايتي مسئولينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



