د بدخشان ولايت په مرکز کې جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه پيل کړي دي.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسله والو طالبانو د اتمې ناحيې مربوط د ده بالا په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو درنه جګړه پيل کړې، چې لا هم روانه ده.

د سرچينې په وينا، په دغه جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې خو د دقيقو معلوماتو په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په یاده جګړه کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او په وينا يې چې د دوی وسله والو په ګڼو امنیتي پوستو بريدونه پيل کړي دي چې لا هم ادامه لري.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button