د امریکا په تکزاس آیالت کې په وسلوال برید کې ۸ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د امریکا دتکزاس آیالت په دالاس ښارکې د یوه بریدګر په ډزو اته کسان وژل شوي دي.
اشوشتیدپرس آژانس دسیمې د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې د سیمې امنیتي ځواکونو د ډزو له اوریدو سره سم یادې سیمې ته ځان رسولی، کله چې پولیس ځواکونه د بریدګر لخوا پیژندل شوي نو لمړی یې پرې ډزې کړې د دواړو لوریو په متقابلو ډزو کې دبریدګر په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي او دوه پولیس ټپیان دي.
پولیس وایي چې تر اوسه یې د وژل شویو جسدونه ندي پیژندلي او نه هم د بریدګر دانګیزې په اړه معلومات لري .

یوې عیني شاهدې ویلي چې له دیرشو تر څلوېښتو پورې ډزې یې اوریدلي دي.
پولیس وایي څیړنې یې پیل کړې او وروسته به روښانه شي چې دا برید د کومې وسلوالې ډلې کار و او که د سپین پوستو او تور پوستانو ترمنځ د پخوانۍ شخړې دوام دی.
مخکې له دې څخه راپور ورکړل شوی و چې د کلویس ښار په کتاب پلورنځي کې ډزې شوې او دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button