جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دسپټمبریوولسمه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 11, 2017
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
9
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

لیکنه: تراب افغان

د سپټمبر د یوولسمې پر ټولو ابعادو د کره معلوماتو په هکله لا تر اوسه هم توافق او “د نظر یووالی” شتون نلري او دا پېښه د ېوې لاینحل “معمې” په توګه پاتې ده.

ولې یوه خبره يقيني او له شکه وتلي چې امریکایان پرځای ددې چې د پېښې اصلي عاملين، له کره معلوماتو او شواهدو سره نړیوالو ته وړاندې او پر بنسټ يې اقدام وکړي؛ بلکې په ډېره نېرنګي او چالاکي يې ټول نړيوال کفر، او مذبذبه مسلمان هيوادونه له ځان سره متحد کړل؛ ترڅو واقعی حق پرست مسلمانان؛ اسلامي خوځښتونو اضمحلال او په کامله توګه له منځه یوسي؛ چې په دې شوم هدف او پلان کې تر ډېره حده بریالي هم شول.

د همدې شوم پلان له مخې يې لومړی پر ګران اسلامي ټاټوبي افغانستان له خپلو اشرباڼو سره هجوم او یرغل راوړ؛ او بیا یې سلسلة نور اسلامي هيوادونه او اسلامي خوځښتونه هدف وګرځول.

له بابا آدمه تر دې دمه د حق او باطل معرکه راروانه ده او لا به هم تر قيامته جاري وي؛ البته کفارو تل له دې وېرې چې په وړاندې به يې د مسلمانانو لخوا هم صف بندي وشی په ډېر مکر او فریب د معرکې بڼه تغير کړې او دا د حق او باطل معرکه يې پر یو او بل نوم نومولې.

خو د تعجب او حيرت خبره داده چې قاصر الفکره، خالي الذهنه ناخبره پر نوم مسلمانان يې غولولي او له ځان سره يې متحد کړي او له خپلو حق پرسته مسلمانو وروڼو سره يې په لومړۍ جبهه کې جنګولي او تل يې د سوند موادو کار ترینه اخستی.

په دا لنډه او نږدې زمانه کې ښه او واضحه بیلګه يې امریکايي یرغل وو چې اوائلو کې يې دا جګړه پر “صليبي جګړه” اعلان کړه.
له دې امله چې د نړۍ د مسلمانانو احساسات کم او کنټرول کړي او پرېنږدي چې په وړاندې يې امة مسلمه په واحد صف کې ودرېږي؛ نو ډېر ژر یې د “صليبي جګړې” بڼه او عنوان پر ترهګرۍ او تروريزم بدله کړه.
دا له دې کبله چې کفار له مسلمانانو سر ه هيڅکله د کفر، باطل او صليب پر عنوان مقابله او جګړه نه کولای شي او نه کټلاي شي.

بلکې لومړی به مسلمان پر یو او بل نوم بد ناموي لکه څنګه يې چې زمونږ ګران او خوږ پیغمبر “ص” ته نعوذو بالله د ساحر، مجنون او…القاب کارولي نو بعيده نده چې اوس هم پر دین او اسلام مينو سوچه مسلمانانو ته د دهشتګر ، تروریست، اسلامپال، بنسټپال او… القاب وکاروي.

لکن متأسفانه او بدبختانه چې ډېری ضعیف الایمانه او پر نوم مسلمانان د کفارو پر شعارونو ډېر ژر خطاء کېږي او بیا ډېر ژر همدا غولېدلي مسلمانان د کفارو تر ټولو اولین او مخلص متحدين شي.

د امة مسلمه ځوانانو تل ويښ، بیدار او خپل مسئوليت ته متوجه اوسئ! چې کفار د مختلفو هيوادو، ژبو او نژادونو د خپل باطل او منسوخ دین ددفاع لپاره له هر کونج او کنار ددنیا اتفاق او اشر کولای شي نو ای د امة مسلمه ځوانانو پر تاسو څه ټکه رالوېدلې چې د حق، کامل او ناسخ دين لپاره نشي متحد کیدلای؟
دا اوس چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د کفارو له هرقسم ظلمونو، شکنجو او تعذېبونو لاندې دې چې ويډيوګانې او انځورېزې صحنې يې تاسوئ پخپله په سوشل ميډيا کې ګورئ ایا دا ټول مسلمانان دهشتګر، تروریستان، طالبان او… دي.

نو هی د امة مسلمه ځوانانو تر څو به د کفارو پر کاذبو شعارونو او نېرنګونو غولېږئ!
ترڅو به مو خپل وروڼه او خویندې د اور په لمبو کې لولپه کېږي او تاسې به یې پر رډو رډو ننداره کوئ! ترڅو به تاسې د تاندې ځوانۍ په سینګار نه مړيږئ!
پر دین او اسلام به کله غیرت کوئ!
د خپلې پتمنې خور آه او کړېکې به مو کله راپاڅوئ!

بالاخره د یو اسلامي او وجداني غیرت پر بنسټ راپاڅېږي الهي مسئولیت اداء کړئ او دېته متوجه شئ چې د “سپټمبر یوولسمه” پېښه د کفارو لخوا په تېر او نږدې راتلونکي کې د مسلمان دنسل ختمونې، اسلامي شعائرو د له منځه وړنې لپاره تر ټولو لوی اتحاد او اشر دی نو د مستسضعفو مظلومو مسلمانو پرګنو د نجات لپاره پر سر، مال، توره، قلم، ژبه او ټولو شته امکاناتو راودانګئ او نور د نندارې او سکوت کلچر مات کړئ!

مخکینې مطلب

د سپتمبر ۱۱مه، د امریکایي غرور د زوال پیلامه ده

بل مطلب

امریکا وایي سختو توپانونو سلګونه ملیارد ډالر زیانونه ور اړولي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com