(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۰ فرید افغان)
امریکایي چارواکي وایي چې غبرګو توپانونو چې د هاروې او ورپسې د ایرما توپان و، له اقتصادي پلوه سخت ځپلي دي.
د فلوریدا آیالت ته په ننوتو سره توپان په امریکا کې نوی انقلاب رامنځته کړ او د ۶ میلونه وګړو کډوالي د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو د لویې اجتماعي کډوالي په نوم ثبت شوه .
د امریکایي چارواکو په وینا د فلوریدا ایالت سخت ځپل شوی او اټکل کوي چې ښایي ١٠٠ میلیارده ډالره تاوان یې یواځې همدلته اړولی وي.
سیمیز خلک له مطبوعاتو سره په خبرو کې وایي چې دا دچارواکو یواځې اټکلیزې وړاندوینې دي او په وینا یې چې دوی پوهیږي چې توپان له ۱۰۰۰ ملیارده (یو تریلیون) دالرو هم زیات زیان اړولی دی.
خو امریکایي چارواکي د تکزاس او فلوریدا په دواړو توپانونو کې رسما د ٢٩٠ میلیارده ډالرو تاوان وړاندوینه کوي.
امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې په تیره یوه اونۍ کې چې دا توپان له امله د کرائیب ټاپوگانو او کیوبا له خوا راپاځیدلی تر اوسه پورې د ٣٠ تنو د مړینې خبر ورکړ شوی.
د هوا پیژندنې ادارې خبرداری وکړی چې د امریکا جنوب ختیځو سواحلو کې د ایرما د توپان له امله رامنځ ته شوې څپې خطرناکه دي او ښایي چې د دوشنبې په شپه به تونده سیلۍ د جورجیا ایالت جنوب او د جنوبي کارولاینا ایالت ته ورسیږي.
توپان له ۵ څخه آن دریو درجو ته رالویدلی خو امریکایي چارواکي لا هم د توپان د سختیدو ویره لري او په وینایې چې که لمړۍ درجې ته هم لاړشي بیا هم د سختو موسمي بارانونو له کبله د ډیرې ورانۍ ویره شتون لري.
فلوریدا د امریکا د سیاحت مرکز بلل کیږي چې د دې هیواد پنځه سلنه نا خالص داخلي عواید جوړوي.
د فلوریدا ایالت د ماراتون سیمې بې ځایه شوي اوسیدونکي وایي چې تر نیمایي ډیر د کورونو چتونه نشته او ونې له بیخه ایستل شوي دي.
بلخوا د امریکا د فلوريډا آیالت مسلمانانو ټولو غیر مسلمانانو ته اعلان کړی ، چې ټول له هغه خلک چې کورونه یې پریښي وي کولی شي د دوی جوماتونو ته پناه راوړي.
د جوماتونو مسؤولینو ويلي دي، چې د مېرمنو، ماشومانو او مريضانو ټولو لپاره یې ځانګړې ځايونه جوړ کړي دي.
















