(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۲): پاکستان وايي، د افغانستان سره پر ګډه پوله به څارنه زياته او پر اوږدو به يې اغزن تار او موانعو لګولو ته دوام ورکړي.
د دغه هېواد لومړي وزير شاهدخاقان عباسي تېره ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبرپالانو ته وويل، چې پر ډيورنډ کرښه د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي په موخه د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د ګډو ګزمو پېلولو ته تيار دي.
نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې پر ډيورنډ کرښه به اغزن سيم ولګوي او په وينا يې چې افغانان هم کولای شي چې خپل لوري ته اغزن سيم يا موانع جوړ کړي، ترڅو د وسله والو له تګ راتګ څخه په امن کې وي.
هغه د کومې ځانګړې ډلې نوم ذکر نه کړ، خو ويې ويل هغه ټولې ډلې چې پاکستان يې پرضد جګړه کوي په افغانستان کې ميشت ځايونه لري.
په عين حال کې په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال د عباسي د وروستيو څرګندونو په اړه ويلي، چې افغانستان په پوله د اغزن سيم لګولو ملاتړ نه کوي او په خبره يې چې د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي بايد د نږدېوالې سبب شي، خاردار سيم نورې ستونزې راولاړوي او دواړه هېوادونه سره لرې کولای شي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه په خپله اعلان کړې تګلاره کې پر پاکستان نيوکې وکړي او دغه هېواد يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.
افغانستان هم په وار وار تور پورې کړی، چې د پاکستان له پولې اخوا وسله وال ور اوړي او په افغانستان کې وسله وال فعاليت او بريدونه ترسره کوي، خو پاکستان دا تورونه په کراتو رد کړي دي.


















