عدلیه وزارت: تر ۵۰۰ ډېرو افغانانو د خپل تابعیت ختمولو غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۲ فرید افغان)

د عدلیې وزارت وایي، په دې وروستیو کې یې زیات مراجعین هغه کسان دي چې غواړي بهر ته د تللو په موخه آن خپله د افغان تابعیت تذکره هم لغوه کړي.

وزارت وایي، دا خلک غواړي ترڅو د تل لپاره په بهر میشتو هیوادونو کې ژوند ولري او د همدې کار  لپاره ځینې هیوادونه دوه ګونی تابعیت نمني،  چې د لاچارۍ له کبله داکسان هم غواړي ترڅو د افغانستان ورکړل شوې د تابعیت تذکره لغوه او پرځای یې نورو هیوادونو ته ځان منسوب کړي ترڅو د هغه هیواد د تابعیت سند ترلاسه کړي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت رسنیو ته ویلي  چې د سږکال  په لومړیو شپږ میاشتو کې ورته د تابعیت د پریښودلو شاوخوا پنځه سوه غوښتنلیکونه سپارل شوي چې پکې په  ایران او هالنډ کې میشت افغانان یې د لیست په سر کې ځای لري.

د عدلیې وزارت د شمیرنو له مخې د ۵۰۷ تنو افغانانو څخه چې د خپل تابعیت د پریښود لو غوښتنې یې کړي ۲۳۳ په ایران، ۱۷۷ په هالنډ، ۳۱ په اوکراین، ۲۰ په اتریش او ۱۵ په قزاقستان کې اوسیږي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي چې  د روان هجري شمسي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې لس تنو د افغان تابعیت د اخیستلو لپاره عدلیې وزارت ته خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي چې په کې د پاکستان، ترکیې، هند، چین او فرانسې وګړي شامل دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې د تابعیت د پریښودلو او یا هم اخیستلو غوښتنلیکونه د قانوني پړاونو له تیرولو وروسته د جمهوررئیس په مشرۍ د کابینې په غونډه کې رد او یا هم تائیدیږي

باید وویل شي چې پدې وروستیو کې له افغانستان څخه د کډوالو په تګ کې ډیروالی راغلی او روزانه سلګونه ځوانان د اروپایي هیوادونو یا هم عربي نړۍ په تکل له هیواد څخه وځي چې دې چارې حکومت هم له وارخطایي سره مخ کړی.

له بلې خوا د افغان دولت لخوا ځینې لیږل شوي محصلین، او د نظامي زدکړو منسوبینو په بهر کې د پاته کیدو په موخه د تیښتې هڅه کړې ده.

ځوانان د دې کار لامل بې روزګاري ښیي او په وینا یې چې لاچاري او غربت اړ کړي ترڅو د کاروبار په لټه بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي.

شنونکي وایي چې د ګډحکومت د کمزوري بهرني سیاست له امله غوڅ اکثریت ځوانان په بهر نړۍ کې له ستونزو سره لاس اوګریوان دي چې په وینا یې د نورې نړۍ چارواکي او عادي خلک آن د انسانیت په نظر هم ورته نه ګوري او د ډول ډول شاقه کارونو او نور مشکلاتو سره لاس اوګریوان دي چې حکومت یې تر اوسه هیڅ غږ ندی اوریدلی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button