(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۳ فرید افغان)
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د مهلن د سیمې خلکو په یوه لاریون کې د خپل حق غوښتلو پخاطر د زورواکي، جنګسالار او د ولسي جرګې د پخواني وکیل پاچاخان ځدراڼ پرضد شعارونه ورکول او هغه یې د ځمکې په غصب،د اوبو پر بندولو او د شخصي زندانونو په درلودلو تورن کړ.
لاریونکونکي چې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو، ويل یې چې ځدراڼ پرې د ځمکو خړوبولو اوبه هم بندې کړې دي چې له امله يې فصلونه له تندې سره مخ دي او سخت زيان ور اوښتی دى.
د لاریون والو په وینا چې پاچا خان ځدراڼ په مهلن کې د دوی تر سل جريبه زياته ځمکه غصب کړې او په خبره یې چې د ولايت مقام، امنيه قومانداني په ګډون یې د هرې د ډیرو دولتي ادارو دروازې ټکولې خو ټولو منفي ځواب ورکړی.
د مهلن یو تن قومي مشر حاجي میرقاسم وایي ‹‹شاوخوا سل جريبه ځمکه يې رانه غصب کړې، اوبه یې راباندې بندې کړې، زور مو نه ورسره رسېږي او دلته مو څوک غږ نه اوري، ولې موږ د دې وطن نه يو؟››
د مهلن خلک دعوه لري چې د ځمکې له اوه پوشته پخوانۍ قوالې او مالکیت لري خو دې پاچاخان اوس ترې دخپلو وسلوالو په مټ او د دولت په مستقیم حمایت ترې په زور نیولې ده او خلک په شخصي زندانونو کې ګواښي‹‹ دا زموږ د اووه پشته ځمکه ده، اوس يې رانه نيولې، پر ۱۰۰۰ کورونو يې اوبه بندې کړې دي؛ د پخوانیو ټوپکسالارانو په څیر شخصي زندانونه لري چې دسیمې خلک تر نیولو وروسته آن له سپیو سره تړي ، خلک ګواښي او څوک خپلو ځمکو ته نه ور پرېږدي.››
خو پاچاخان ځدراڼ بیا د سیمې ټول اوسیدونکي د طالب وسلوالو سره په لاس لرلو تورونوي چې په وینا یې دسیمې خلک هره ورځ د طالبانو سره په همغږي د ده په کلا بریدونه کوي او شخصي وسلوالو ته یې کمینونه نیسي خو د نوموړي خبره دسیمې خلک مطلق ردوي او افوهات یې بولي.
نوموړی زیاتوي؛ چې ځمکه یې شخصي ملکیت دی او په پیسو یې اخیستې، خو نوموړي د سیمې پرخلکو د اوبو پر بندولو کوم غبرګون ندی ښوودلی .
په همدې مهال د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت لاریونوالو ته د حقوقو د بیرته اعادې ژمنه ورکړه او په وینا یې چې ‹‹د مسئلې د حل لپاره هيئت ټاکل کېږي چې په سيمه کې ځمکه تصفيه کړي چې څومره او کومه ځمکه د چا او کوم لوري ده، څو ستونزه په اساسي ډول حل شي.››
لاریونوالو ګواښ کړی چې که یې حق ور نه کړل شي لویې لارې به بندې کړي او پراخ لاریونونه به ترسره کړي.
دیادونې وړ ده چې پاچاخان ځدراڼ په سیمه کې پخوانی خپلسری زورواکی دی چې د سلو په شاوخوا کې وسلوال لري او د همدې سیمې ګڼ ولسي وګړي یې په مختلفو پلمو ترور کړي دي.
څوکاله وړاندې هم د نوموړي ملیشو د ګردیز ښار او اړوند کلي په ډیسي توپونو وویشتل چې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شول.
د يوې غير دولتي ادارې د سروې له مخې په ټول هېواد کې د زورواکانو له لوري شاوخوا دوه میليونه جريبه ځمکه غصب شوې.
















