خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

هیواد:
د امريكا او ارګ ګټې به شريكې وي … خو!
سیاسي شنونکی:
خو! بادار به امریکا او ارګ به بیا هم غلام وي.
ویسا:
د سپټمبر ۱۱مه د تور وحشت پيلامه
سیاسی شنونکی:
او پاټکیانو او لنډغرو لپاره سپینه لنګه غوا
اراده:
سطحي او شعاري قضاوتونه د څه لپاره؟!
سیاسي شنونکی:
د دې لپاره که کومه روپۍ یې جیب کې پاتي وي چې هغه هم ترلاسه کړي.
چراغ:
يوه پخوانۍ اندېښنه چې ځواكمنه كېږي
سیاسي شنونکی:
هغه د افغاني او اسلامي غیرت له مینځه تلل
اسماعیل خان:
خارجی ها باید خاک ما را ترک کنند
تحلیلګر سیاسی:
اوش کو اسماعیل جان قند! زندان قندهار از یادت رفته است؟؟؟
اراده:
د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو د امریکايي ځواکونو پرضد لاریون وکړ
سیاسي شنونکی:
اوهو عجب! د هندو له کوره قرآن ووت
مشرانو جرګه:
امريکا بايد په افغانستان كې د جګړې په ځای پر سياسي حل تمرکز زيات کړي
سیاسي شنونکی:
مشرانو جرګه د امریکا پر وړاندې نه د پیاز سر دی او نه بېخ
دیدبان شفافیت:
در زمان حکومت وحدت ملی فساد مالی ۴۵ درصد افزایش یافته است
تحلیلګرسیاسی:
پس درین حکومت تنها مفسدین حاکمیت دارند و بس.
خان جان الکوزى:
هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زیاته مالیه اخلي
سیاسی شنونکی:
ځکه چې هند خو د وحدت ملی حکومت سکه ورور دی.
اصلاح:
(ملي اتل) ملي وي نه قومي او سيمه ييز
سیاسي شنونکی:
مشکل همدا دی چی په افغانستان کې اتل او بوتل په یوه تله تلل کیږي
هیواد:
دا كوم منطق دى؟ چې خاوره دې زما وي او واك دې یې د امريكا (!)
سیاسی شنونکی:
دا په دې دلیل چې خاوره مو اشغال نو ته غلام او امریکا بادار ګرځیدلی
ویسا:
داعش وسله والو په چپرهار كې يو ديني عالم وژلى
سیاسی شنونکی:
بلکی د نبیانو وارث یې وژلی (موت العالم موت العالم)



