پکتیا وال: له اشرف غني هیڅ هیله نه لري ټولې ژمنې یې تبلیغاتي شعارونه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۴ فرید افغان)
نن ورځ افغان جمهورئیس د جنوب ختیځو ولایتونو د ارزولو په موخه د پکتیا مرکز ګردیز ته ورغلی و او هلته یې د پکتیا د قول اردو په تالار کې له قومي سپینګیرو، مدني فعالانو او د حکومت له نظامي او ملکي چارواکو سره وکتل.
ځینې چارواکي چې له نوم اخیستلو ډډه کوي وایي؛چې نوموړی آن تیره ورځ د دې ولایت تندر قول اردو ته رسیدلی و، خو د خلکو سره د لیدنې پخاطر یې د سفر موده تر نن پورې تمدید کړه.
دسیمې مخور، قومي مشران او ځایي چارواکي د غني سفر سیاحتي چکر ته ورته بولي او په وینا یې چې ولسمشر ورسره د هیڅ پروژې د پیلولو هوډ ښکاره نکړ او نه یې ورسره دپخوانیو کړیو ژمنو د پوره کولو وعده وکړه او په وینایې چې ولسمشر یواځې خپل تبلیغاتي تقریر خلکو ته وړاندې کړ.
یو تن قومي مخور او ملي سوداګر حاجي رحيم ګردېزي وویل چې غني ورسره ډیرې ژمنې کړې وې خو یوه یې هم عملي نه کړې نده او نه یې د پوره کولو هوډ کړی .
نوموړی زیاتوي چې اشرف غني دې ورته نورې ژمنې نه ورکوي یواځې کړې ژمنې چې د عمل په چوکاټ کې پلې کړي هم ورته د منلو وړ دي.
ځینې پکتیاوال بیا دومره نهیلي ښکاري چې د ولسمشر ټولې ژمنې ورته تبلیغاتي هڅې ښکاري د دوی په خبره چې ” اشرف غني د مچلغو بند، زرمت سړک او نورې ډېرې وعدې کړې وې چې يوه يې هم سرته نه ده رسولې او نه دومره مطمئن يو چې نوموړی به زموږ ستونزې به حل شي.”
د یو تن مدني فعال احمدالله احمدي په وینا چې له عامو خلکو نیولې تر مدني فعالانو آن تر ځایي حکومتي چارواکو پورې هر یو بیل بیل سرټکوي او په وینایې چې د غني ادارې د صحت، بیا رغونې، اداري خدماتو، او ګڼو نورو ستونزو کې آن ۵ سلنه کار هم ندی کړی او خلک ترې سخت شکایات لري.
خلک وايي نن ورځ هم د حکومت مشر یواځې د خپلې حکومتولۍ په ستاینې او د امریکایانو څخه د پوځي مرستو په اړه د مننې پخاطر ټول وخت تیر کړ.
نه یې پکتیاوالو ته کومه نوې ژمنه ورکړه او نه یې په پخوانیو ژمنو د عمل کولو تابیا وښودله.
مدني فعالان وایي د غني د نن ورځې سفر داسې حیثیت درلود لکه یو بې واکه مشر چې کوم مجلس ته تللی وي چې د ناستو خلکو ورڅخه هیڅ توقع نه وي او هره خبره یې ورته شعاریزه بڼه لري .
د یادولو ده چې یواځې پکتیاوال ندي چې د غني له سفر څخه د نهیلۍ سر ټکوي بلکه د هیواد په کچه ډیرۍ هغه ولایات چې نوموړي ورسره غوړې ژمنې کړې ترې ناراضه دي او د نوموړي ژمنې یواځې د شعار تر کچې تبلیغاتي هڅې بولي



