لندن:  د مترو اورګاډي په تمځای کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۴ فریدافغان)

راپورونه وایي چې دبرتانیا په پلازمینه لندن ښار کې د میترو بس په یوه تمځای کې خونړۍ چاودنه شوې چې پکې ګڼ خلک ژوبل شوي دي.

د لندن پولیسو رسنیو ته ویلي چي داچاودنه د پارسون ګرین میترو په تم ځای کې رامنځته شوې ده .

ځايي خبري سرچینې وايي  چي  د پیښې ځای ته یو زیات شمیر امبولانسونه رسیدلي چي یوشمیرټپیان یې ځايي روغتون ته نقل کړي اوسیمه دځايي پولیسو ترولکې لاندې ده چي هلته یې پلټنې پیل کړي دی.

د لندن پولیس وایي په کور کې د جوړ شوي بم په یوه چاودنه کې چې د لندن د مترو اورگانډي په یو تم ځای کې وشوه ٢٢ کسان ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې په روان میلادي کال کې دا شپږمه مرګونې پیښه شوه چې په بریتانیا کې ترسره کیږي .

 د برتانیا پولیس وایي ډیر خلک د چاودنې او د هغې له کبله د رامنځته شوي اور له امله په تیښته کې د ټیل ماټیل له کبله ټپیان شوي دي.

امریکایي جمهور رئیس دونالد ترمپ دا پیښه غندلې ده او د بریتانیا صدراعظمې تیرازامې پخپل هیواد کې  د بریدونو د زیاتوالي له امله بیړنۍ غونډه رابللې ده.

پولیس وایي چې  د پیښې د عاملینو د نیولو پسې یې څیړنې پیل کړې دي.

باید وویل شي چې شاخوا ۱۲ کاله وړاندې په ٢٠٠٥ کال کې د لندن د ځمکې لاندې مترو په دریو اورگاډیو کې د څلورو بریتانوي اسلامپالو لخوا سرتیري  بریدونه شوي وو چې ٥٢ کسان په کې ووژل شول.

په لویدیځه نړۍ کې اوس د هدفي وژنو او د توکمپالنې په خاطر دومره خلک نه وژل کیږي لکه د جهاديانو په مخامخ سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو کې.

شنونکي یې لامل د سوریې، عراق، او افغانستان په چارو کې د   اروپا او امریکا ظالمانه مداخله بولي چې اوس د خپل لګیدلي اور په بڅرکو کې په خپله سوځیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button