شمالي کوریا یو بل لرې واټن ویشتونکی بالیستیک توغندی و آزمایه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د نورو بندیزونو له لګولو وروسته یو بل لر ویشتونکی بالیستک توغندی چې د جاپان په فضا تیر شو وآزمایه.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا د توغندي آزمایل تائید کړي او ویلي یې دي چې دا ډول توغندي په رښتیا هم امریکا په نښه کولی شي.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په وینا دغه میزایل د ۷۷۰ کیلومتره لوړې ارتفاع په لرلو سره ۳۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی او ارام سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کیلومتره لرې لگیدلی دی.
د شمالي کوریا وروستۍ آزموینې سملاسي پراخ غبرګونونه راپارولي، د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ د دې آزموینې څخه څو ساعته وروسته وویل چې د شمالي کوریا د بالیستیکي میزایلو ازموینې د نړۍ سولې او امنیت ته یو گواښ دی او په دې هکله یې نړیوال غبرگون وغوښت.
امریکا ویلي چې دا ډول توغندي د ګوام په ټاپو کې د دوی پرتې اډې ته ګواښ نشي پیښولی خو خبرداری یې ورکړی چې ددغه میزایل توغولو “په میلیونونه جاپانیان د ځانونو خوندي کولو ته اړ کړي دي”.
امریکا یوځل بیا چین او روسیه باندې غږ کړی چې د شمالي کوریا پر وړاندې دې پڅ دریځ نه غوره کوي او نور دې هم له شدت نه کار واخلي.
جاپان ویل؛ د شمالي کوریا دې اقدام ته د مناسب غبرګون په لټه دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په شمالي کوریا نور بندیزونه هم ولګول چې پکې له روسیې نه د تیلو او ټوکر پیرل هم شامل و.
شمالي کوریا دې چارې ته توند ځواب ورکړی و او په وینا یې چې امریکا به په ایرو بدله کړي، خو جاپان به په اوبو کې غرق کړي.



